دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهانادولو: طالبان غواړي د ټي ټي پي غړي د هیواد په لوېدیځ...

انادولو: طالبان غواړي د ټي ټي پي غړي د هیواد په لوېدیځ کې دېره کړي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۲۵ مه) د ترکیې انادولو خبري اژانس وايي، کابل او اسلام اباد موافقه کړې چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي غړي د افغانستان په لوېدیځ کې ځای پر ځای کړي.

اژانس وايي، د پاکستان یوه جګپوړي امنیتي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط ورته ویلي:«دواړه خواوې د دې پلان پر سر تفاهم ته رسیدلي، خو تراوسه پورې په دې برخه کې کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی.»

د سرچینې پر اساس، د ټي ټي پي د غړیو د لېږدلو لګښت به د پاکستان په غاړه وي.

افغان طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد پخوا ویلي و چې وزیرستاني کډوال به له خوست ولایت څخه نورو سیمو ته ولېږدول شي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې زهرا بلوچ نن په اسلام اباد کې د اوونیزي خبري غونډې په مهال پر دې راپور له څه ویلو ډډه وکړه.

په همدې حال کې د طالبانو مخالفان، په تېره بیا هغه رسنۍ چې قومي مسایلو ته ډېره لمن وهي، ادعا کوي چې د طالبانو حکومت غواړي چې د ټي ټي پي غړي د افغانستان په شمال کې مېشت کړي.

انادولو ته د پاکستان بې نومه امنیتي چارواکي ویلي چې افغان طالبان غواړي چې پاکستاني طالبان بې وسلې او د هیواد په لوېدیځ کې یې ځای پر ځای کړي خو هغوی د دې کار لپاره پیسې نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب