شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهیونسیف د کلیوالي ښوونځیو د سپارلو په اړه د پوهنې له وزارت...

یونسیف د کلیوالي ښوونځیو د سپارلو په اړه د پوهنې له وزارت سره خبرې کوي

تاند(جمعه، د جوزا ۲۶ مه) د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره د کلیوالي ښوونځیو د سپارلو پر امکاناتو خبرې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو نړیوالو مرستندویو موسسو ته ویلي چې نور دې د افغانستان په تعلیمي پروژو کې نه ښکېلېږي.

یونسیف وايي چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ډاډ ورکړی چې د دوی کلیوالي ښوونځي به، چې تر ۵ لکه ډیر ماشومان او ماشومانې پکې زده کړې کوي، کار ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د یونسیف ویندوی سمنتا مورت رویټرز خبري اژانس ته وویل:«په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړو د مخکښې ادارې په توګه یونسیف د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت له چارواکو سره په رغنده خبرو بوخت دی او د طالبانود حکومت د پوهنې وزیر له لوري د دې ژمنې ستاینه کوي چې وايي ټول کلیوالي ښوونځي/ ټولګي به تر هغو پرانیستي وي چې خبرې دوام کوي.»

یونسیف وايي، دا ډیره مهمه ده ځکه چې تر هغو چې دا ښوونځي افغاني موسسو ته سپارل کېږي او بشپړه ستراتیژي جوړېږي، د دغو ښوونځیو د زده کړو په کار کې به ځنډ نه راځي.

تر دې وړاندې یونسیف ویلي و چې د هغو راپورونو په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي چې پر اساس یې ویل کېږي چې طالب مشران نه‌غواړي بهرنۍ موسسې په مستقیم ډول د پوهنې په سکتور کې دخیل واوسي.

یونیسف د ۱۵ افغان او ۱۲ نړیوالو ناحکومتي موسسو په همکارۍ د افغانستان په وروسته پاتې او لیرې پرتو سیمو کې ۲۱ زره کلیوالي ښوونځي جوړ کړي دي.

دا ښوونځي په هغو سیمو کې چې ښوونځي په‌کې نه‌شته، د خلکو په کورونو یا حجرو کې جوړ شوي او افغان ماشومانو ته د پوهنې د وزارت د نصاب کتابونه تدریس کېږي.

ویل کېږي چې د طالبانو په حکم کې راغلي چې دا کلیوالي ښوونځي به کورنیو مرستندویو ډلو ته وسپارل شي.

طالبانو په ځلونو ادعا کړې چې ژر به د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي، خو اوس کافي بودیجه نه‌لري او په تعلیمي نصاب کې یې بدلون نه‌دی راوستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب