راپور: راحت ګل زیارمل
په اروزګان کې يوه کورنۍ چې، له سلو ډېر غړي يې نابينايان دي، د عامې روغتیا له وزارت او د روغتیا له نړیوالو سازمانونو هيله لري چې درملنه يې وکړي.
د دې کورنۍ ځيني وګړي له کړاوونو ډک ژونده ناهيلي دي او وايي که درملنه يې ناممکنه وي نو د دوی د معلول نسل د زياتېدو مخنيوی دې وشي.
دا کورنۍ د یاد ولایت له مرکز ۶۵ کيلومټره ليرې، د دهراود ولسوالۍ په مياندو کلی کې اوسېږي چې د زياتو ړندو وګړو د شتون له امله د نابينايانو د کلي په نوم یادېږي.
دا مهال دغلته د يوې لويې کورنۍ نږدې ۳ نسله د ړوندوالي په يوې ارثي ناروغۍ اخته دي، چې متاثرين يې ډېری نجونې او ښځې دي، خو د دې سيمې نور اوسېدونکي دا ناروغي نه لري.
د دې کورنۍ مشر محی الدين اکا نومېږي چې نږدې ۷۰ کلن دی، هغه وايي چې د دې ناروغۍ پیل د ده له نيکه شوی.
هغه وايي: «لومړی زما نيکه ته دا ناروغي پيدا شوې وه او بيا يې وروسته اولادونو او لمسيو ته انتقال شوه چې تر اوسه دا ناروغي همداسې دوام لري».
محی الدين اکا د سيمې يو بډايه خان و او ښه ژوند يې درلود، خو کورنۍ يې د اوږدمهاله ناروغۍ له امله شتمني ورو ورو له لاسه ورکړې او اوس له اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره لاس و ګرېوان ده.
نوموړي وايي چې د سيمې خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري او خپلوي ورسره نه کوي. هغه د خپلې يوې لور کيسه کوي: «زما یوه لور چې شاوخوا ۱۵ کاله مخکې په هلمند کې واده شوې وه؛ د يوه ړوند ماشوم له زېږولو وروسته خاوند طلاقه کړه او بيرته په کور کېنول شوه».
۲۸ کلن عبدالکريم چې په فارمسي کې يې زده کړې کړي او په سترګو جوړ دی؛ د خپلې کورنۍ د نورو نابينايانو خدمت او پالنه کوي؛ وايي: «د کورنۍ ۷۰ سلنه غړي مو نابينايان دي، نوي ماشومان هم د سترګو له ناروغۍ سره يوځای زېږي چې د وخت په تېرېدو سره په ټپه ړندېږي».
عبدالکريم وايي چې په ناروغانو کې يې ځينې يوازې ۲۰ فیصده ليدل کولای شي، د ځينو سترګې کږې دي، ځينې يې يوازې د شپې څه نه ويني او ډېری يې ۱۰۰ سلنه په ټپو ړانده دي.
محمد رحيم د دغه کلي يو بل نابينا دی، دی وايي چې د دوی نابينا نسل ورځ تر بلې ډېرېږي او پر ټولنه بارېږي.
محمد رحيم له خيريه ادارو او ډاکټرانو غوښتنه کوي چې د دوی د نسل د ډېرېدو مخنيوی دې وکړي. دی وايي: «يا دې زموږ پر ماشومانو او يا زنانه و داسې يو څه وکړي چې اولادونه ونه زېږوي، چې ايسته دا نسل مو پروردګار نور ورک کړي».
جنت ګل چې شاوخوا ۴۵ کاله عمر لري، يوې بلې ستونزې ته اشاره کوي او وايي چې د شاوخوا سيمو خلک له دوی کرکه او وېره لري او حتا نږدې خپلوانو يې ورسره اړيکې پرې کړې دي. جنت ګل وايي چې خلک يې له خپلولۍ او خېښۍ ځان ساتي. دی وايي: «زموږ د کورنۍ شاوخوا ۲۰ تنه نجونې پېغلې ناستې دي، خو څوک يې له دې وېرې چې اولادونه به يې ړانده وزېږي، واده کولو ته زړه نه ښه کوي».
د نابينايانو کورنۍ ادعا لري چې نږدې خپلوانو يې د دوی له ناروغۍ او معلوليت نه په استفادې حتا د دوی کرنيزه ځمکه ترې قبضه کړې ده او بيرته يې نه ورکوي. د محی الدين اکا زوی عبدالکريم په دې اړه وايي: «دا چې موږ د ناروغۍ له امله خپلې بزګرۍ ته رسيده ګي نه شو کولای نو زموږ شاوخوا ۱۴ جريبه ځمکه رانه تربورانو لاندې کړې». عبدالکريم له اړونده چارواکو هيله لري چې د دوی حق دې بيرته ورکړل شي.
ملاله يوه لس کلنه نجلۍ ده چې له زېږېدنې سره په سترګو ړنده ده او د نورو په مرسته خپل ورځنی ژوند کوي، وايي چې له ژونده ستړې او ناهيلې ده. د ملالې ارمان دی چې ډاکټره يا ښوونکې شي، خو د دوی په سيمه کې د نابينايانو لپاره کوم ښوونځی نشته چې خپلې لومړنۍ زده کړې پکې وکړي، ډاکټري او معلمي خو بېخي ليرې خبره ده. ملاله وايي: «که علاج مو نه کېږي، خير دی، موږ ته ښوونځی جوړ کړئ، چې سبق پکې ووايو». د ماشومې ملالې غوښتنه د دغه کلي د ټولو نابينا ماشومانو غوښتنه ده.
محمد نعيم چې پخپله هم نابينا دی وايي چې دوی د کندهار تر چينايي شفاخانې او د سره صليب تر روغتونونو پورې د درملنې لپاره تللي دي، خو ډاکټرانو ورته کوم مثبت ځواب نه دی ويلی. دی وايي: «ډاکټرانو راته ویلي چې دا د [congenital] په نامه يوه ارثي ناروغي ده او علاج يې مشکل دی، خو د مخنيوي لپاره يې ممکن درملنه موجوده وي، خو فعلا په افغانستان کې ناشوني ده».
محلي چارواکي وايي چې دوی له يادې کورنۍ سره تر خپله حده پورې لومړنۍ مرستې کړې دي، خو دا مني چې يادې مرستې د نوموړې کورنۍ او ناروغانو ستونزې نشي حل کولای.
د اروزګان د کار او ټولنيزو چارو ريس مولوي منظور وايي چې دوی د يادې کورنۍ ۲۰ تنه ناروغان له ځانه سره د معلولينو په توګه ثبت کړي چې مرسته ترلاسه کړي، خو نوموړی مني چې دا مرسته د يادې کورنۍ ستونزې نشي حل کولای.
د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمدالله روحاني وايي چې دوی د ډاکټرانو يو ټيم د نابينايانو کورنۍ ته ورلېږلی چې ياد ناروغان يې کتلي دي. ښاغلی روحاني وايي: «دغه کورنۍ د ړندېدو له يوې ارثي ناروغۍ سره مخ ده چې ماشومان يې يا پوره ړانده او يا په لومړۍ ورځ روغ پیدا کېږي، خو د وخت په تېرېدو يې په سترګو يوه پرده راځي او ړندېږي». د عامې روغتيا رييس وايي چې د نابینايانو کورنۍ ته يې توصيه کړې ده چې خپل نوي زېږېدلي ماشومان دې له زېږېدنې وروسته پرته له خنډه په لومړيو ۲۰ ورځو کې د سترګو نږدې ډاکټر ته يوسي چې د سترګو يو عادي عمليات يې وکړي او له راتلونکي ړندېدو يې وژغوري.
خو د نابينايانو دغه کورنۍ وايي چې د دوی سيمې ته نږدې کوم د سترګو ډاکټر يا کلينيک نشته، دوی وايي که د دوی درملنه امکان نه لري، نو لږ تر لږه دې د دوی زده کړو لپاره يو ښوونځی او د درملنې لپاره يو کلينيک جوړ شي. د دغې کورنۍ غړی عبدالکريم وايي: «موږ به خپله يو جريب ځمکه هم کلينيک ته وقف کړو خو چې څوک موږ ته کلينيک جوړ کړي».
دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د يوې داسې کورنۍ کيسه رابرسېره کېږي چې د يوې ناروغۍ له امله يې لسګونه کلونه کړاونه ګاللي او دا مهال د نړيوالو روغتيايي خيريه ادارو مرستو ته لار څاري خو د دې کورنۍ د غړو په وینا تر اوسه پورې هېچا ورسره د ستونزې په حل کې مرسته نه ده کړې.
چیری دی د حقوق بشر مدافعین؟ د انسانیت ټیکه دارن دی یو وار ارزګان ته ولاړ شی کنه. بیاد دا مجاهدین چی ۵۲ هیوادو ته یی ماته ورکړی د داسی مریضی علاج خو حتمآ په یوی هفتی کی کولی شی ـ