شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر په مدرسو کې د عصري علومو تدریس ضروري وباله

مولوي کبیر په مدرسو کې د عصري علومو تدریس ضروري وباله

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۲۵ مه) د طالبانو د حکومت سرپرست ريیس الوزرا مولوي عبدالکبیر په دیني مدرسو کې د ساینسي او عصري علومو د تدریس پر اړتیا ټینګار وکړ.

مولوي کبیر وايي، د مدرسو فارغان په دولتي ادارو کې د کار کولو ظرفیت نه لري.

ده پرون (چهارشنبې) وویل:«د دیني زده کړو ترڅنګ باید عصري علوم هم د مدرسو په نصاب کې شامل شي چې د مدرسو فارغان لازمه پوهه ترلاسه او په حکومتي ادارو کې هم کار وکړای شي.»

د ریاست الوزرا د دفتر پر اساس، مولوي کبیر د چهارشنبې په ورځ د جهادي مدرسو له رييس شیخ عبدالوحید طارق سره په کتنه کې په افغانستان کې د نورو مدرسو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

مولوي کبیر د نورو مدرسو جوړولو ته د طالبانو د حکومت پاملرنې ته په اشارې وویل:«مدرسې او دیني تعلیمي مرکزونه لویه اړتیا ده.»

1 COMMENT

  1. تاسو دی منافقت ته وګوري چې، له یوې خوا د عصري علومو ادغام خبره د مدرسو په نصاب کې کوي او له بلې خوا یې د هیواد د نفوس نیمایې قشر زمونږ خویندۍ یې د تعلیم له نعمت څخه بې برخي کړي. نړیوال داسې جاهلو خلکو د ناوړو کړو وړو پر بڼست د پښتنو په هکله غیر عادلانه قضاوت کوي.
    مدرسې به جوړي کړي خو نه د عصری یا دیني علومو د زده کړي لپاره بلکې د کوچنیو ماشومانو سره د لواطت لپاره.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب