شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسږ کال تراوسه ۳۰۰ افغانان د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي

سږ کال تراوسه ۳۰۰ افغانان د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۲۵ مه) په داسي حال کې چې نړیوالو د ماین پاکۍ په برخه کې مرستې تر پخوا کمې کړي، له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د سږ کال له پیله تراوسه پورې شاوخوا ۳۰۰ افغانان د ماینونو او ناچاودو مهماتو په چاودنو کې مړه شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې د وزارت د ماین پاکۍ د انسجام او همږغۍ رييس نورالدین رستم خېل خبریالانو ته وویل، د روان ۲۰۲۳ د جنورۍ له پیله تر دې دمه د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې نژدې ۳۰۰ تنه د ماینونو او ناچاودو مهماتو په چاودنو کې وژل شوي دي.

د ښاغلي رستم خېل په وینا د ماینونو او ناچاودو مهماتو تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان دي.

ده زیاته کړه چې د ماین پاکۍ د انسجام او همږغۍ ریاست د ماینونو د خطر په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لپاره غزني، زابل، میدان وردک، کندهار، هلمند، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو ته نژدې ۶۰ ټیمونه استولي دي.

دا هغه ولایتونه دي چې تر ټولو ډیر ماینونه پکې اېښودل شوي او د چاودنو اکثره قربانیان ورسره تړاو لري.

رستم خېل د ماین پاکۍ د بودجې د کمېدو ستونزه هم یاده کړه.

د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ د ادارې، اوچا پر اساس، په ۲۰۲۲ م کال په افغانستان کې تر ۷۰۰ ډیر ماشومان د ماینونو او ناچاودو مهماتو په چاودنو کې ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب