شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي وايي، د بلوڅو دوې نورې ډلې ورسره یوځای شوي

ټي ټي پي وايي، د بلوڅو دوې نورې ډلې ورسره یوځای شوي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۲۵مه) د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي وايي چې د خپلو فعالیتونو لمن یې پراخه کړې او په بلوچستان ایالت کې یو بل ولایت جوړ کړی دی.

د دې ډلې ویندوی محمد خراساني پرون (چهارشنبې) اعلان وکړ چې د بلوڅو دوې نورې ډلې ورسسره یوځای شوي چې د دوی د فعالیت ساحه هم ورسره پراخه شوې ده.

ځینې شنونکي وايي چې تراوسه پورې په پاکستان کې شاوخوا ۳۰ وسله والې ډلې له ټي ټي پي سره یوځای شوي چې له کبله یې دا ډله تر پخوا پیاوړې شوې ده.

محمد خراساني په یوه بیان کې ویلي « د بلوچستان صوبې له دوو مختلفو سیمو، قلات څخه د اکرم بلوڅ، او کوټي څخه د عاصم بلوچ ډلو، د تحریک طالبان پاکستان امیر مفتي ابو منصور عاصم پر لاس د هجرت او جهاد بيعت کړی او دواړو کسانو د تحريک طالبان پاکستان د شرعي لارې د عملي کولو ژمنه کړې ده.»

ټي ټي پي په بلوچستان په پښتني سیمو لکه ژوب، پښین کې د فعالیت ترڅنګ اوس ډیر پام بلوڅ مېښتو سیمو ته اړولی دی.

دا ډله د بلوچستان ایالت بلوڅ مېشتې سیمې په دغه ایالت کې خپل دوهم ولایت بولي.

1 COMMENT

  1. we hope you get freedom for pukhtoons
    ATTACK PUL. OR ATTAK BRIDGE IS BORDER OF PUKHTOONS WITH PUNJAAB,
    THIS TIME TO GET FREEDOM.

    HARRY DON,T WAIT,
    WE PRAY FOR VICTORY OF TTP&BAL

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب