رحمت شاه فراز
په نړیوال اقتصادي فورم کې مې یوه مقاله ولوسته. د بنګله دېش پر جدید تعلیمي نظام یې خبرې کړې وې. ما ترې د یوه تعلیمي نظام لپاره لاندې ټکي را وایستل. د مقالې لینک په کمنټ کې موندلی شئ.
۱- د نوي تعلیمي نظام لپاره حکومتي – شخصي او ولسي سکتورونه باید یو بل ته لاس ورکړي او د خپل ملت لپاره په ګډه تعلیمي نظام جوړ کړي.
۲- هغه تعلیمي نظام چې د اوسني عصر غوښتنو ته ځواب ویلی شي، یوازې د پوهنې وزارت مسؤلیت نه دی او نه یې یاد وزارت په یوازې ځان جوړولی شي، بلکې د مخابراتو او ټکنالوژۍ، اقتصاد، روغتیا، لوړو زدکړو او د کار او تجارت وزارتونه ټول په ګډه باید یوه عصري تعلیمي نظام ته کار وکړي.
۳- عصري تعلیمي نظام باید درې ځانګړنې ولري:
الف) د بازار اړتیا پوره کړي.
ب) راتلونکي ته ځوابګوی وي.
ج) پر هدف او لېوالتیا وڅرخي.
۴- جدید تعلیمي نظام د حکومت او ټولنې د یوه جزء مسؤلیت هم نه دی او د حکومت او ټولنې یو جزء هم نه دی، بلکې حکومت او ټولنه باید په بشپړه توګه پکې ښکېل وي. د حکومت تر ټولو لوړ هدف او لومړیتوب باید تعلیمي نظام وي.
۵- عصري تعلیمي نظام باید درې پوښتنې په ډاډمنه توګه ځواب کړي:
الف) زده کوونکي چېرته زدکړه کوي؟ (تعلیمي سیسټم په مکان پورې محدود نه وي.)
ب) زده کوونکي کله زدکړه کوي؟ (په زمان پورې تړلی نه وي.)
ج) زده کوونکي څنګه زدکړه کوي؟ (میتود يې مشخص وي.)
۶- جدید تعلیمي سیسټم باید شپږ عناصر ولري یا ویلی شو، چې پر شپږ ستنو به ولاړ وي:
لومړی) د تدریس او زدکړې میتود:
زده کوونکو ته باید دا وښودل شي، چې څنګه زدکړه وکړي او څه شی زده کړي. د انټرنټ په عصر کې اړتیا نشته، چې زده کوونکي اوږده، اوږده متنونه او کتابي محتوا په یادو زده کړي. زده کوونکي باید دا زده کړي، چې «څه زده کړي؟»، «څنګه پوښتنې مطرح کړي؟»، او «په څه ډول ستونزې یا پرابلمونه حل کړي؟»
دوهم) ښوونیزه محتوا او سرچینې:
د یاد ښوونیز نظام سرچینې باید ټولشموله هم وي او د دې وړتیا هم ولري، چې د هر زده کوونکي لپاره ځانګړي او شخصي سازي يې هم وشي. ښوونیزه محتوا او سرچینې يې په بشپړ ډول بدلون مومي.
دریم) ارزونه یا ارزیابي:
د ارزیابي میتود او تګلار بدلون ته اړتیا لري. پکار ده، چې د جمعي ارزونې پر ځای جوړښتي او دوامداره ارزونه په کار واچول شي. د یوه پوستغالي په مرسته، استاذان د خپلو زده کوونکو خصوصي راپورونه چمتو کولی، د فیډبیک لپاره د زده کوونکو د «انتظار شېبې» کمولی، او آن د خپلو زده کوونکو د درجه بندي او نمرو ورکولو وخت هم کمولی شي.
څلورم) د استاذ مسلکي وده:
د استاذ په اړه دود شوی تصور او نظر باید بدل شي. په دې سیسټم کې استاذ نور حکیم او دانا انسان نه، بلکې یو لارښود، ملګری او اسانتیا جوړوونکی دی. د لېکچرونو او اوږدو اوږدو وعظونو په ځای د استاذ تمرکز باید په دې وي، چې په څه ډول د خپلو زده کوونکو لپاره نوي معلومات چمتو کړي او په څه ډول د یوه لارښود او ملګري رول ولوبوي.
پنځم) کارموندنه یا د پیسو ګټل زده کول:
له دودیز سیسټم څخه فارغ شوي زده کوونکي په اوسني کاري بازار کې د ځان لپاره ځای نه ويني. د دې علت دا دی، چې په دودیز سیسټم کې دوی ته هغه مهارتونه او پوهه نه ورکول کېږي، چې بازار يې تقاضا کوي. په دې اساس، پکار ده، چې یو پلټفارم جوړ شي، چې ټول دولتي، خصوصي، صنعتي او ولسي سکتورونه وخت په وخت په دې اړه ډیټا او معلومات شریک کړي، چې کومو مهارتونو او پوهې ته ضرورت لري، تر څو تعلیمي نظام وکولی شي، چې خپل زده کوونکي په هماغه پوهې او مهارتونو وروزي او بازار ته يې عرضه کړي.
شپږم) هراړخیزه زېربنا:
که وسایل، ډیجیټل پلټفارمونه، برېښنا او انټرنټ ته لاسرسی نه وي، نو د یاد تعلیمي سیسټم تحقق موندل ناشونی کار دی. په دې اساس، دولت باید یاده زېربنا چمتو او په ټیټه بیه تر خلکو پورې د لاسرسي وړ وګرځوي. نه یوازې دولت، بلکې دولتي سکتور، شخصي سکتور او ولس په ګډه د دې زېر بنا لپاره کار کولی شي.
ماشاءالله ډیره ښه لیکنه وله باید دا ستا نطر د ټولو افغانانو سره ولائ.