جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+دا کپسول د انډسکوپي کار کوي

دا کپسول د انډسکوپي کار کوي

تاند- د معدې ناروغانو ته ډیر ځلې د انډسکوپي اړتیا پیدا کېږي څو ناروغي یې لا دقیقه تشخیص شي خو انډسکوپي د ډېرو لپاره اسانه نه ده بلکې ډیر تکلیف لري.

انډسکوبي هغه پایپ ته وايي چې د ستوني له لارې د انسان معدې ته اچول کېږي او بیا پر یوه سکرین د ناروغ د معدې منځ ښکاروي.

د دې لپاره چې انډسکوپي ناروغ کړوي، نو په اکثرو مواردو کې ناروغ ته بېهوشي ورکول کېږي.

د امریکا د جورج واشنګټن پوهنتون څېړونکو له دې تکلیفه د ناروغانو د خلاصون لپاره یو ډول کپسول جوړ کړی چې د معدې او د بدن د داخل ویدیو اخلي اود خپل کار له بشپړولو وروسته هضم کېږي.

دا کپسول د مقناطیس په وسیله کنټرولېږي.

د انترسټینګ انجینیرنګ ویبپاڼې د راپور پر اساس، تر دې پخوا هم داسي کپسول اختراع شوی چې ویدیو اخلي او بیا هضم کېږي، خو هغو یو لړ محدودیتونه لرل. کله چې به کپسول معدې ته داخل شو، ډاکترانو یې حرکت نه شوای کنټرولولی.

خو د امریکا په جورج واشنګټن پوهنتون کې د څېړونکو له لوري نوی جوړ شوی کپسول د ناروغ په معده کې په اسانه حرکت کوي او له لېرې کنټرولیږي.

ناروغ ته کپسول ورکول کېږي چې تر ستوني یې تیر کړي، له تېرولو وروسته یې ډاکتر ویدیو ثبتوي.

د جورج واشنګټن پوهنتون د طب پوهنځي د بیړنۍ څانګې د څېړونکو د ډلې غړی اندرو ملتز وايي، هغه کپسولونه چې په مقناطیس کنټرولېږي، د معدې د سرطان او ټپ په شان ستونزو د ژر تشخیص لپاره ډیر ګټور دي او کار اسانه کوي.

څیړونکي وايي چې تراوسه پورې يې دا کپسول په ۴۰ تنو ازمویلی دی او د هغه په وسیله یې د نس مهمې برخې کتلي دي.

هغو ناروغانو چې دا کپسول ورباندې تجربه شوی، ویلي چې درد یې نه درلود او تر انډسکوپي ډیر غوره و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب