جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد یونان په سواحلو کې د پناه غوښتونکو بیړۍ ډوبه شوې

د یونان په سواحلو کې د پناه غوښتونکو بیړۍ ډوبه شوې

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۴مه) د کب نیوونکو یوه بیړۍ، چې لسګونه پناه غوښتونکي پکې سپاره وو، نن د یونان په سواحلو کې ډوبه شوه.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، یوناني چارواکي وايي چې د دې پېښې په نتیجه کې لږترلږه ۷۸ تنه مړه شوي خو بیره ده چې لسګونه نور به بې درکه وي.

دا به په روان کال کې د کډوالو د ډوبیډو تر ټولو ناوړه پېښه وي.

چارواکي وايي چې له تېرې شپې څخه، چې بیړۍ ډوبه شوې، تراوسه ژغورونکو د ۱۰۴ تنو ژوند ژغورلی دي.

دا پېښه د یونان سواحلو ته نژدې په نړیوالو اوبو کې شوې ده. د پېښې ځای د یونان له (پیلوپونیسې) ټاپو کابو ۷۵ کیلومتره لېرې دی.

تراوسه څرګنده نه ده چې څومره پناه غوښتونکي به په اوبو کې بند پاتې وي، خو ځینې لومړني راپورونه وايي چې په بیړۍ کې سلګونه کسان سپاره وو.

د انسانانو قاچاقبرعموماً د بیړۍ تر ظرفیت زیات کسان سپروي چې زیاتې پیسې وګټي او له همدې کبله دا ډول ناورینونه پېښېږي.

بیړۍ له لیبیا څخه ایټالیا ته روانه وه او اکثره سپرلي یې هغه افریقايي، په تیره بیا لبیايي ځوانان دي چې عمرونه یې د شلو کلونو په شاوخوا کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب