شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهیونسیف په یوه میاشت کې ۵۰ زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان تداوي...

یونسیف په یوه میاشت کې ۵۰ زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان تداوي کړي

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۴مه) د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، د سږ کال یوازې په اپریل میاشت کې یې تر ۴۸ زره ۸۰۰ ډیر افغان ماشومان، چې په خوارځواکۍ اخته وو، تداوي کړي دي.

یونسیف نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د دغو ماشومانو په سلو کې تر ۵۶ ډیرې نجونې دي.

یونسیف همداراز ویلي چې د سږ کال د اپریل تر میاشتې پورې یې تر پنځو کلونو کشرپه خوارځواکۍ اخته دیارلس لکه افغان ماشومان تداوي کړي دي.

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ دا اداره همداراز وايي چې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ سربېره د خوړو کموالی او کار هم افغان ماشومان ګواښي.

دې ادارې تر دې وړاندې ویلي و چې په افغانستان کې نیمايي ښځې او نجونې په خوارځواکۍ اخته دي.

د یونسیف پر اساس، لږترلږه ۹۰ سلنه افغانان د سختې بیوزلۍ په درشل کې دي خو تر ټولو زیاته سختي د ماشومانو ده.

د یونسیف استازي مخکې ویلي و، سره له دې چې په افغانستان کې جګړه درېدلې خو د ماشومانو حقونه په وحشتناک ډول تر پښو لاندې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب