شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه تهران کې د افغانستان سفارت د ایران - ترکیې په پوله...

په تهران کې د افغانستان سفارت د ایران – ترکیې په پوله کې د افغانانو د نه ځورولو کېدو غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۴مه) د ایران او ترکیې په پولو کې د افغان پناه غوښتونکو د ځورولو او کړولو په اړه د راپور له خپرېدو وروسته په تهران کې د افغانستان د سفارت جګپوړو دیپلوماتانو په ایران کې د ترکیې له مرستیال سفیر سره وکتل.

په تهران کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو د حکومت په کنترول کې دی، په یوه خبرپاڼه کې نن وویل، د سفارت دوو جګپوړو دیپلوماتانو مفتي محمدعلیم نوراني او عبدالمقدس هادي د ترکیې له مرستیال سفیر امیران المازلر سره په پوله کې د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

دا کتنه وروسته له دې کیږي چې د بي بي سي نړیوال سرویس په یوه تحقیقي راپور کې د ایران او ترکیې په پوله کې د جنایتکارو ډلو له لوري د پیسو لپاره د افغان پناه غوښتونکو د یرغمل کېدو، وهل کېدو او حتي جنسي تیریو په اړه معلومات خپاره کړل.

د ترکیې د مهاجرت عمومي ادارې تر دې وړاندې ویلي و چې د دغه هیواد پولیسو د سږ کال د مارچ له ۱۷ تر ۲۳ مې پورې ۲۵۲۷ غیرقانوني کډوال نیولي چې د هغو په منځ کې ۵۹۸ تنه افغانان دي.

ترکیې په یاده موده کې شاوخوا ۱۲۴ زره ۴۴۱ تنه غیرقانوني کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.

راپور: پناه غوښتونکي د ایران – ترکیې په پوله کې له برمته کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب