شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهم.م: په نړۍ کې د کډوالو شمېر په بې ساري ډول ۱۱۰...

م.م: په نړۍ کې د کډوالو شمېر په بې ساري ډول ۱۱۰ میلیونو ته رسیدلی

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۴ مه) ملګروملتو نن (چهارشنبه) په یوه راپور کې وویل چې حاضردمه په درسته نړۍ کې لږترلږه ۱۱۰ میلیونه انسانان کډوال دي چې دا تر بل هر وخت زیات شمېر دی.

د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې دا کسان د جګړو، کورنیو شخړو او نورو عواملو له کبله د خپلو اصلي مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

راپور د سوډان جګړې ته په اشارې وايي چې دې جګړې وضعیت لا خراب کړی دی. تېر کال پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله او همداراز د افغانستان اوسنیو شرایطو د کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره مرسته کړې ده.

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د تېر میلادي کال په پای کې د کډوالو شمېر ۱۰۸ میلیونه او ۴ لکه اعلان کړی و.

دا شمېر د کډوالو د شمېر په اړه د ۲۰۲۱ په پای کې تر اعلان شوي شمېر ۱۹ میلیونه او سل زره زیات دی.

د سوډان کورنۍ جګړه، چې د دوو سیالو ډ‌لو ترمنځ روانه ده، په مې میاشت کې د پناه غوښتونکو او بې ځایه شویو شمېر ۱۱۰ میلیونو ته ورساوه.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنري ريیس فیلیپو ګراندې په جینیوا کې یوې خبري غونډې ته د خبرو په مهال په دې خواشیني وښوده چې د کډوالو شمېر تر تېر کال ډیر شوی.

ده زیاته کړه:«موږ ۱۱۰ میلیونه داسې کسان لرو چې د نښتو، ځورونو، تبعیض، تاوتریخوالو او اقلیمي بدلونونو په شمول په بیلابیلو دلایلو د خپل ژواک له ځایونو تښتېدلي دي.»

د ملګروملتو په راپور کې د هغو هیوادونو د لیست په سر کې درې هیوادونه زموږ د سیمې ښودل شوي؛ لکه ایران، ترکیه او پاکستان.  په راپور کې راغلي چې اوس ۳ میلیونه او ۶ لکه کډوال په ترکیه، ۳ میلیونه او ۴ لکه په ایران، ۲ میلیونه او ۵ لکه په کولمبیا، ۲ میلیونه او یولک په جرمني، او ۱ میلیون او ۷ لکه په پاکستان کې مېشت دي.

که څه هم په راپور کې نه دي ویل شوي چې د کوم هیواد زیات وګړي مهاجر دي خو دې ته په پام چې په ایران او پاکستان کې د مېشتو کډوالو شمېر تر پنځو میلیونو زیات ښودل شوی او د هغو کابو ټول افغانان دي، ویل کېدای شي چې افغانان به تر بل هر ملت زیات کډوال وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب