چهارشنبه, مې 22, 2024
Home+تر مځکې راچوړرلېدونکې ډبره

تر مځکې راچوړرلېدونکې ډبره

ساینسپوهانو یوه اسماني ډبره کشف کړې چې تر مځکې راګرځي او تر لمر د راڅرخېدو په کالني سفر کې له مځکې سره ملګرې وي.

په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې چې یوه نوې سپوږمۍ یا لږترلږه سپوږمۍ وزمه (Quasi-moon) لري.

د ساینټفیک امریکن ویبپاڼې د راپور له مخې، دا سپوږمۍ وزمه یوه فضايي ډبره ده چې تر مځکې راڅرخي، خو د جاذبې له پلوه له لمر سره تړلې ده.

متخصصانو دا سپوږمۍ وزمه ، چې (FW13 2023) نومیږي، یوه له ګوته په شمېر ډبرو څخه بللې چې سپوږمۍ ته ورته والی لري.

متخصصان باور لري چې دا سپوږمۍ ډوله تیږه له میلاد ۱۰۰ کاله پخوا څخه مځکې ته نژدې موجوده وه او لږترلږه تر ۱۵۰۰ کاله نور به زموږ د مځکې تر شاوخوا راګرځي.

د فضايي علومو متخصصان وايي چې دا دبره د مځکې انسانانو ته هیڅ راز خطر نه پېښوي.

عموماً سپوږمۍ وزمو اجرام د طبیعي یا اصلي سپوږمۍ په شان تر مځکې راچورلي خو هغوی د دې لپاره سپوږمۍ نه بلکې سپوږمۍ وزمه بلل کېږي چې جاذبه یې د مځکې پر ځای له لمر سره تړلې وي.

اټکل کېږي چې د دې ډبرې قطر ۱۵ متره دی.

د نجومي چارو متخصص او ژورنالیست ادرین کافینت لومړنی کس دی چې دا ډبره یې سپوږمۍ وزمه وبلله.

ده رسنیو ته وویل، داسې ښکاري چې دا تر مځکه راڅرخېدونکې تر ټولو لویه سپوږمۍ وزمه وي چې تراوسه کشف شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب