شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لوی درستیز د بدخشان پېښې د امریکا کار بللی

د طالبانو لوی درستیز د بدخشان پېښې د امریکا کار بللی

تاند:( شنبه ، د جوزا ۲۰ مه ) د  طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت امریکا متحده ایالات د داعش ډلې په ملاتړ او د بدخشان د وروستیو پېښو په تمویل تورن کړی.

نوموړي د یادو پېښو په اړه یوه وینا کې ویلي، چې داعش ډله له امریکا څخه تمویلیږي او دا پېښې د دوی د مورال خرابولو په نیت شوي دي.

دغه لوړپوړي طالب مقام خبرداری ورکړی، چې د داعش ګواښ به طالبان ونه وېروي او دوی به د دې ډلې په ځپلو وتوانیږي.

د طالبانو د پوځ لوی درستیز د خپلو ادعاوو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

تېره اونۍ د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې، د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال مولوي نثار احمد احمدي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او یو شمېر ملګري یې ټپيان شول.

دغه راز، د نوموړي د فاتحې پر مهال په جومات کې د چاودنې پر مهال یو شمېر طالبانو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

داعش ډلې د دواړو پېښو مسوولیت پر غاړه اخیستی.

په وروستیو کې روسیې هم امریکا د داعش ډلې په ملاتړ تورنه کړې او ویلي، چې افغانستان کې وروستۍ پېښې د دغه هېواد له لوري تمویلیږي.

امریکا بیا په دې اړه تورونه بې بنسټه ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. د ټولو هیوادوالو په یاد ده چې داود خان کله قدرت ته ورسیده نو برتانیی، امریکا او روسیه پدی هڅه کې شو ترڅو دلته داسې حالت را مینځ ته شي چې دافغانستان اوبه مدیریت نشي له همغې ورځې وروسته حکمتیار، مسعود او نور جنګې ډلو مشران د امریکا او برتانیه په دستور د داود خان پرضد پاکستان ته لاړل چې بلاخره خبره دې ته را ورسیده چې پاکستان له برتانیی، امریکا، فرانسی، جرمنی، او چین څخه هم مالی او نظامی مرسته اخیسته او یاد جنګې ډلو مشران یی په پښتونخوا کې تربیه کول او داود خان پرضد پارولو ته ساتلی وو.
    چې بلاخره خبره دې حد ته ورسیده چې کمونست پلوه ګوندونه(خلق اوپرچم) راپورته شول او د داود خان پرنظام یی کودتا وکړه چې د دوی پر مینځ کې شهنواز تڼۍ هم شامل وو چې په بلاخره بیا ګلبدین سره یوځای شو.
    کله چې داود خان له مینځه لاړ نو دلته امریکا، فرانسه، برتانیی او عربستان ته دا چانس پیدا شو چې ددغو ابزارو څخه چې لا پخوا یی په پاکستان کې ځای پرځای کړی وو د دغو کمونستان پرضد ترینه کار واخیست هغه افغانستان چې نړیوالو او بیا غربی هیوادونه غوښته خپل اصلی هدف ته ورسیدل،
    چې حالت دیته ورسیده چې پدی ۴۵ کالو کې هیڅ افغان دولت دا وړتیا پیدا نکړه چې د خپلو مدیریت وکړی مګر ځکه د یادو اوبو مدیریت ته صادقانه تخنیکي وړتیا ولری انجنیرانو ته ضرورت درلود چې دا ډول کسان د پاکستان له لوری د ګلبدین او ورته نورو جنګو ډلو له لوری چې ایران او پاکستان له لوری مستقیم یی ملاتړ کیده دا ډول تخنیکی انجنیران د کمونست او نورو نومونو په یادولو یا منسوب کولو باندی له مینځه لاړل چې اوس وخت کې ددې اوبو مدیریت لپاره مالی او اقتصادی همکاریو ته اړتیا ده چې یادو پروژو لپاره نړیوال او په تیره بیا د هند هیواد تخنیکی انجنیرانو همکاری ته اړتیا ده ځکه پخوا (داود خان) وخت کې ځینو روسیی او هندی انجینرانو ورباندی کار کړی ده نو لازمه ده چې اوسنی چارواکې پدې برخه خپلې صادقانه کړني ګړندي کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب