شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني استازي ادعا؛ افغانستان کې مو نور ستراتیژیک عمق نه دی

د پاکستاني استازي ادعا؛ افغانستان کې مو نور ستراتیژیک عمق نه دی

تاند:( شنبه ، د جوزا ۲۰ مه ) د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف علي درانی ادعا لري، چې هېواد یې په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق په لټه نه دی.

د هغه په وینا، کابل له 1979  کال راهیسې بې ثباته شوی او په بې ثباته چاپېریال کې هیڅ هېواد ستراتیژیک عمق نه لټوي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې دغه راز د طالبانو رژیم ته روښانه کړې، چې د رسمیت پېژندلو په اړه به یې د سیمې د هېوادونو له اجماع پرته ګام وانخلي.

پاکستاني استازي دا هم ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د دوی په ګډون ټول سیمه ییز هېوادونه اندیښمن دي.

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته مشخص غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې له افغانستان څخه د سیمې د هېوادونو اندیښنې بې ځایه ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. له درده يې وايم.
    وطن مو له خپله لاسه د نورو په لمسون وران او يو بل مو په يو او بل نوم د نورو لپاره ووژل.
    کله يې راباندې د جهاد او کله يې راباندې د طالب په نوم د امارت لپاره شل کاله جنګ وکړ. هم د امريکا ملګری وو او هم يې موږ روزلو او په ښکاره د امريکا په خلاف وسله راکوله. طالبي نظام يې حاکم هم کړ، خو نن يې خپله په رسميت هم نه پېژني، نو طالبان دې خپل سر يوځلې خپل ګرېوان ته کښته کړي چې دوی ښه کړي که بد؟
    ملا حسن اخوند چې خلکو ته وايی چې ((خدای ته بغارېکړئ))، نو خپله ولې بغارې نه وهي؟
    له ځانه دې وپوښتي چې څه ته وجنګېدل؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب