جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ترکیې په انتخاباتو کې هیڅ کاندید پنځوس سلنه رایې نه دي...

د ترکیې په انتخاباتو کې هیڅ کاندید پنځوس سلنه رایې نه دي ګټلي

تاند (دوشنبه، د ثور ۲۵ مه) د ترکیې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو د رایو شمطرل لا هم دوام لري خو په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو شمېرل پای ته نژدې شوي، داسې ښکاري چې هیڅ کاندید پنځوس سلنه رایې نه دي ګتلي.

د ترکیې د قوانینو پر اساس، که هیڅ کاندید پنځوس سلنه رایې ترلاسه نه کړای شي، بل پړاو انتخابات به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ کېږي.

په پام کې ده چې بل پړاو انتخابات د مې په ۲۸ نېټه وشي.

د ترکیې د اپوزیسیون مشر او په انتخاباتو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو نن (دوشنبې) وویل چې د دوهم پړاو انتخاباتو هرکلی کوي.

قلیچدار اوغلو د خپل ګوند په مرکزي دفتر کې په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: «که ملت د بل پړاو انتخاباتو غوښتونکی وي، هرکلی یې کوم.»

له بلې خوا ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ده د رایو شمېر به نور هم زیات شي.

ده چې په انقره کې د خپل ګوند، عدالت او پرمختګ په مرکزي دفتر کې خپلو پلویانو ته خبرې کولې، وویل: «اوس هم تر خپل نژدې سیال لږترلږه ۲ میلیونه او ۶ سوه رایې زیاتې لرو. باور لرم چې د ټولو رایو د شمېرلو په پای کې به دا توپیر نور هم ډیر شي.»

په همدې حال کې د ترکیې د انتخاباتو د عالي شورا رييس نن سهار وویل چې د څه کم ۹۲ سلنه شمېرل شویو رایو پر اساس اردوغان ۴۹ اعشاریه ۴۹ او قلیچدار اوغلو ۴۴ اعشاریه ۷۹ رایې ګټلي دي.

خو وروستي راپورونه ښيي چې د اردوغان د رایو فیصدي یو څه نوره هم کمه شوې ده. ۹۷ سلنه شمېرل شویو رايو لومړنۍ پایله ښيي چې د اردوغان د رایو فیصدي ۴۹ ته راکښته شوې او د سیال یې، قلیچدار اوغلو د رایو فیصدي ۴۵ ته لوړه شوې ده.

دا به له شلو کلونو وروسته لومړی ځل وي چې رجب طیب اردوغان په انتخاباتو کې دوهم پړاو ته غاړه ږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب