شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهمولانا فضل الرحمان د ۱۰ زره ساتونکو په ملتیا د عمران خان...

مولانا فضل الرحمان د ۱۰ زره ساتونکو په ملتیا د عمران خان او محکمې خلاف پرلت پيلوي

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۲۵ )  ټاکل شوې، چې د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په بلنه د هغه د ایتلافي ګوندونو پلویان د ۱۰ زرو ساتونکو په ملتیا د پاکستان په پلازمېنه کې د مخکیني صدراعظم عمران خان د خوشې کیدو او په دې اړه د سترې محکمې د پریکړې خلاف پرلت پيل کړي.

فضل الرحمان ویلي، چې د پرلت حفاظت به یې د دیني مدرسو له زده کوونکو جوړ شوی د انصارالاسلام په نوم لس زره کسیز ځواک کوي.

دغه ځواک مخکې په افراطي کړنو تورن شوی و، خو فضل الرحمان دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان سترې محکمې څو ورځې مخکې د فساد په تور نیول شوی مخکینی صدراعظم خوشې کړ، چې د هغه د مخالفانو له منفي غبرګونونو سره مخ شو.

د عمران خان پلویانو د هغه پر نیول کیدو له تاوتریخوالي ډک غبرګونونه ښودلي وو.

اوس عمران خان هم بیرته پر خپلو پلویانو د نورو لاریونونو د تیاري غږ کړی.

معلومه نه ده، چې د هغه په مخالفت او ملاتړ پراخ لاریونونه به کوم یو بریالی کیږي، خو د پاکستان وضعیت ورسره کړکېچن شوی دی.

4 COMMENTS

  1. FAZEL RAKHMAN IS VERY BAD MAN,FAZEL RAKHMAN IS GET MONEY FRAM FAUJ AND GET MONEY FROM NAWAZ SHAREEF FAMILY.
    FAZEL RAKHMAN& ACHEKZAI BOOTH GET MONEY FROM NAWAZ SHAREEF.
    BOOTH ARE SHARE IN CORRUPT, TION
    PUKHTOONS MUST UNDERSTAND,THIS TWO LEADER ARE AGAINST PUBLIC AND GET MONEY FROM GOVERNMENT,
    EMRAN KHAN IS HONEST POLITICAL LEADER AND WANT WORK FOR AOWAAM.
    ZENDAH BAAD EMRAN KHAN

  2. رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی؛
    مَن مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلمُ اِنه ظالم فقد خٙرَجَ مِن الاسلام ۰
    پدی پرلت سره مولانا بیا هم ثابته کړه چي دَی دِ آی اس آی د ملیشو قوماندان د ملا په څیره کی دی او د مدرسو په نامه د ملیشو مراکز او سلسله یی تر افغانستان او همدا ترویج په اوسنی حالت کی د مولانا له دستور او اهدافو سره د آی اِس آی د نقشی تطبیق او د افغانستان ټول علمی مراکز د
    ملیشو په فارمونو بدلول د جمعیت علمای آی اِس آی په شان اجرتی پروژه تثبیتوی ؛دا اجرتی غلام
    بی لدی نه چي ظالم او مظلوم تشخیص کړی یا له علم او تعقل نه کار واخلی د اجرتی غلام په ډول ملیشه ګونه پرلت اعلاموی او وردانګی؛ چي قطعا د مسلمان عالم مصلح له دریځ ډیر واټن لری ، دٙی
    باید مصلح وای ،مګر غلامي او اجرتی تصور یی غلطی موضع ته ورغورزوی او د مصلح عزت تری اخلی او دا فسادُالعالِم ، فسادُالعالٙم ګرځی او عین کِردار د افغانستان په پاکستان کی تر سره کوی ؛ خلاف د عقل او دین او د ملت او امت د ګټو پر خلاف؛ هل هذا هو الاسلام یا مولانا ابن مولانا؟
    سَنَراکَ ذلیلاٙٙ انتَ و مٙن معک یا کِلاب الاُمه اِن شاءالله تعالی و هو عزیز ذو انتقام ۰

  3. د ملا فضل الرحمن د جدی میاشت کې اعلان وکړ چې نور له سیاست څخه رخصت اخلم او پلمه یی دا وکړه چې ناروغ یم :
    https://taand.net/?p=218929 فضل الرحمن د ناروغۍ په پلمه له سياسته رخصت اخيستی
    مګر نن سوال پیدا کيږي چې ولی د پنجاب او انګریزانو په دستور غواړی د خپلو پښتنو په وړاندی بغاوت کوی او پنجاب استبلشمنټ ملاتړ کوی بیا وایی چې پښتون یم خو خدای به اخیر عمر ذلالت تیر کړی
    https://taand.net/?p=216673
    مولانا فضل الرحمن: د شوروي خلاف جهاد نه دی شوی، موږ ټولو د امریکا خدمت کاوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب