Homeخبرونهطالبانو د ایران له زندانونو د ۲۳ دیني زده کوونکو د خوشې...

طالبانو د ایران له زندانونو د ۲۳ دیني زده کوونکو د خوشې کیدو خبر ورکړ

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۲۵ )   د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، په تهران کې د افغانستان د سفارت او زاهدان کې د هیواد جنرال کونسلګرۍ په هڅو د ۲۳ افغان دیني زده کوونکو د خوشې کیدو خبر ورکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل وویل، چې دغه بندیان د ایران په زاهدان ښار کي د ځایي حکومت له لوري نیول شوي وو.

سرچینه زیاتوي:(( ٢٣ تنه طالب العلمان چې د دیني زده کړو لپاره او عام افغانان چې د کار روزګار لپاره تللي وو او هلته زنداني شوي وو را خلاص او د نیمروز له لاري خپل هیواد را ستانه کړل شول.))

ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دې مخکې د ایران له زندانونو د یو شمېر نورو ورته دیني زده کوونکو د خوشې کیدو خبر هم ورکړی و.

د طالبانو منتقدین بیا وایي، چې ایران دوی د ځینو دیني زده کوونکو له خوشې کولو سره، د افغان کډوالو پر وړاندې د نورو روانو ظلمونو په اړه له څه ویلو چوپه خوله کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...