کيسه ده. وايي په بازار کې يوه سړي غږ کړ چې؛
“که چا پنځوس زره روپۍ رانکړي، څه او څه يې وکړم. د قيامت په ورځ يې بيرته ورکوم او ضامن مى دغه امسأ ده”
بل سړى ورته وویل چې بالکل سم واياست، تاسو دومره خوږه ژبه کاروئ ، دومره لنډه وعده او دومره کره ضامن ورکوئ نو چې نه يې درکوي پړه به وي.
په افغانستان باندې د طالب چارواکو له تسلط څخه راپه دې خوا د همدغې ډلې له خوا د دوحې په تړون کې د ثبت شويو او نورو ژمنو د ماتولو له امله دغه هېواد د چين او پاکستان په ګډون د نړيوالې ټولنې د هيڅ هېواد لخوا په رسمیت نه دى پيژندل شوى. له نوي سلنې زيات خلک يې د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي، د اقليمي بدلونونو له ننګوونکي ناورين څخه ورهاخوا له بشري فاجعې او د بشپړې نړيوالې انزوا له جدي ستونځو سره مخ او د همدغو ستونځو له امله په مطلق ډول د نړيوالې ټولنې ترمنځ له ځپونکې نا انډولي څخه رنځ وړي.
په داسې ترينګلي او ټکني صورت حال کې چې دغه هېواد د
ستونځو په پيچلي او توپاني ګرداب کې نښتى دى، د چين او پاکستان لخوا د خپلو ژورو امنیتي ستونځو په برخه کې له افغانستان څخه د لوړ الوت په امرانه لهجه د دومره خطرناکې او ننګوونکي غوښتنې چې افغانستان ته په ممکنه توګه ترينګلې امنیتي ستونځې هم زيږولاى شي، له درک او توقع څخه يقيناً لوړې وې. د يادونې وړ ده چې طالبانو په دغه تړاو ځينې مهم ګامونه پورته کړي هم دي او لاهم دغه مبارزه دوام لري. افغانستان اوس مهال د دغو هېوادونو د غوښتنو د پوره کولو په برخه کې استخباراتي تخنیکي او لوجستیکي اسانتياوې او د همدغه ټکر له امله په ممکنه توګه د رامنځته کيدونکيو جدي ننګونو سره د مقابلې وړتیا هم نلري.
شک نشته چې ترهګر او ترهګري پولې او ارزښتونه نه پيژني. د بيګناه خلکو وژل په هيڅ ځاى کې تر هيڅ نوم لاندي په هيڅ ډول شرایطو کې د زغم او توجیه وړ نه دي. جګړه د ولسونو او هيوادونو لپاره د ناسور حيثيت لري. ترهګري د ولسونو په مخ د پرمختګونو او نيکمرغي لارې بندوي او د هيوادونو په وړاندې سياسي اقتصادي او ټولنېزې ننګونې راپورته کوي. البته دا هم اړينه ده چې د ترهګري د بهرنیو لاملونو له منځه وړلو له هڅو سره سره د دغې شومې پديدې کورنيو لاملونو ته د حل لارو موندلو هڅې هم د ترهګري په ختمولو کې مهم رول لري. د ځمکې پرمخ به داسې ملتونه خورا کم وي چې د ترهګري او جګړو له امله يې له افغانانو څخه زيات زيانونه ګاللي وي او لا يې هم ګالي.
په اسلام اباد کې د افغانستان چين او پاکستان د بهرنیو چارو د وزيرانو د ناستې له هر اړخیزې ارزونې وروسته داسې ښکاري چې چين له خپلو ټولو سياسي اقتصادي او تخنیکي امکاناتو او پوتانسيلونو سره سره له افغانستان سره د ترهګري په وړاندي د جګړې له کولو سره په هم مهاله توګه د تعامل او دوه اړخیزو مرستو په تړاو له هر ډول ژمنې څخه ډده وکړه. چين همدغه شان د افغانستان په مخکې د اوسنيو پرتو ستونځو د کمولو په تړاو له عملي مرستو څخه وړاندې د خپلو امنيتي اندېښنو د ختمولو او په افغانستان کې ددغو نا امنیو د باالفعل او بالقوه عواملو د له منځه وړلو په برخه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته د خپلو ټولو غوښتنو د منلو لپاره الټي ماټوم ورکړ. د غوښتنو په دغه کتار کې ديپلوماتيکه لهجه او د دوه اړخیز درنښت معيارونه او د ښه ګاونډيتوب شاخصونه په پام کې نه وو نيول شوي.
له طالبانو څخه د ختيځ ترکستان د اسلامي تحريک په وړاندې له سختو جګړه ایزو ګامونو پورته کولو له غوښتنې څخه ورهاخوا چين په افغانستان کې د خپلو اقتصادي پروژو د عملي کولو او پراخولو، د افغانستان د معدنونو په ځانګړي ډول د ليتيمو د را ايستلو په شان نورې زياتې مشروع ګټې لري. پاکستان په همدغه ډول له امنیتي اندېښنو ورهاخوا په افغانستان کې مشروع ګټې لري. دواړو هېوادونو باید د خپلو اوږدمهالو ګټو په موخه له افغانستان سره د يوه ازاد او خپلواک ګاونډي هېواد په توګه او د عيني واقعيتونو ته له کتو سره سم چلن کړى واى، خو متاسفانه د اسلام اباد په ناسته
غوښتنې يو اړخيزې، له افغانستان څخه ژمنې د بالفعل اقداماتو خو د دواړو هېوادونو لخوا د ورته تعامل په چوکاټ کې نه وې.
د يادې درې اړخيزې ناستې دنوښت، ترتیب ترکيب او اجندا په برخه کې تر ټولو غوښتنه برخه د پاکستان وه چې په خورا لږو هڅو يې د دغې مهمې ناستې نوښت وکړ، د افغانستان د بهرنیو چارو په وزیر باندې يې اسلام اباد ته د تلو لپاره د ملګرو ملتونو د اجازې ترلاسه کول احسان وباله، له افغانستان څخه د غوښتنو اهمیت يې زموږ د بهرنیو چارو د افغان وزير ملا اميرخان متقي مثبت غبرګون ستره لاسته راوړنه وګرزوله. د چين ملتيا او له پاکستان سره ددغه هيواد په همغږي باندي يې د غونډې اهمیت لوړ کړ او خپلو غوښتنو ته يې د چين دملاتړ له امله پياوړتيا ور په برخه کړه.
عجیبه خو لا دا ده چې پاکستان په تيرو دوو لسیزو کې له ايتلافي ځواکونو څخه د ملاتړ په نوم د لويديځ لخوا په سترو اقتصادي مرستو ونازول شو او په عين حال کې يې د افغانستان لخوا د دغه هېواد په خلاف د پاکستاني خاورې د کارولو د مخنیوى د متکررو غوښتنو په تړاو نه يوازې دا چې د سولې لپاره هڅې ونکړې، بلکې په مسلسل ډول يې له مخالفې وسلوالې ډلې سره د بريا تر منزله تر رسيدو پورې په مختلفو برخو کې مرسته وکړه. سره له دې چې موږ ترهګري د هغې رنګ ځاى او لاملونو ته له کتو پرته منفوره او مردوده ګڼو په ځانګړي ډول هر هغه جګړه چې د بيګناه خلکو وژل پکې
احتمال هم ولري په هر ځاى، هر نوم او تر هر عنوان لاندي د منلو وړ نه ګڼو، خو دا چې پاکستاني چارواکو د تېرو دوو لسیزو په مهال د افغانستان لخوا په ورته غوښتنو باندې په مسلسل ډول سترګې پټولې، نو اوس به د پاکستان لخوا د اوسنيو غوښتنو د توجیه کولو منطق هم پياوړى نه وي.
البته موږ د دواړو هېوادونو د غوښتنو په لب او لهجه باندي له نيوکو سره سره د ترهګرو په وړاندې په مبارزه او د هر ډول ترهګريزو بريدونو لپاره د افغانستان د خاورې کارولو سخت مخالف يو. هيله مو داده چې د خپلو امنیتي اندېښنو د کمولو لپاره نور ګاونډیان هم باید خپلو پخوانیو او اوسنيو تعاملاتو ته په کتو له افغانستان څخه د غوښتنو په لهجه کې د ديپلوماتيکو اصولو او د ښه ګاونډيتوب پرنسيپونو خيال وساتي.
هو! سیاسی ترتیب، ترکیب او اجندا باید پراخ سوچ او هراړخیزې مولفې ولری نه شخصی ګونګوسی
حنا ءګۍ دباکستان په استازیتو ب غیر دیبلو ماتیک دریځ او ګونګوسی کې داسې وایی:
طالبانو سره چې اوس په افغانستان کې واکمن دی، زموږ تعامل د همدغه شرط پر بنسټ دی. د هغوی لهخوا موږ ته ویل کېږي چې موږ پر دې باور یو چې په پاکستان کې د هېچا وینه توی نهشي، خو دا یوازې د خبرو تر بریده ده. هغوی باید ځينې شیان ثابت کړي، ځکه موږ هم د پاکستان د طالبانو له تحریک سره د مبارزې توان لرو.» [ ډیر مجهول،ماشومانه اوله واقعیت څخه لېرې تور لګونه!!!
له دې سره هم مهاله د بلال کریمي مرستیا ل ویاند بې بندره ابتکار کې وایی: په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک حضور بېبنسټه ګڼي او ټينګار کوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نهشي. په سیاسی لحاظ دبلال مولفه کمزوری دلیل دی نیغه ځواب وینه نه ده دلته دافغان ولس دملی حاکمیت ، خبلواکی او اسلامی اصولو به رناکې ثبوت وغواړی او ډیرجدی یې وګنی!!! برادر با برادر حسابش باهم برابر!
د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ملا امیر خان متقي شفاهی هوس کې وایی:
هغه د دغه هېواد له لوی درستیز سره په کتنه کې، د سیمهییز امنیت، د پولو د مدیریت او د پاکستاني طالبانو PTT د تحریک د ګواښونو په تړاو خبرې وکړې. خو په کوم محور،تهذیب، موقف او تګلاره. درېواړه مجهول نامعلوم او صنعی بنه لری
متقي وروسته په کابل کې وویل، چې له چین او پاکستان سره یې یوه ګډه اعلامیه صادره کړه او پکې کلاوه شوی ، چې د هیڅ هېواد به د یو بل خلاف نه کارول کیږي.خو متقی نه وایی چې همدغه هېوادونه بیرته په کنفرانسونو ، غوڼډو او بین الدول ناستو او ولاړو کې دترهګری اونورو بدمرغیو ټاپه برموږ وهل کیږی ولې؟ ایا ڼړۍ داشل کاله دافغانستان قربانۍ ونه لیدلې؟
نتیجه :
اسلامی امارت باید سمه محاسبه وکړی اوڼړیوالې ناستې او ولاړې جدی ونیسی له شخصی اندیوالیو ، اړیکو مقالو او بن بست راووځی دا یوه ملی اواسلامی بروسه ده دیره دې شخصی کوی نه ځکه چې ټول ولس يې هم مسئولیت لری
وروسته د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې طالب لوري وایی نه اسلامی امارت داهم سیاسی محراق لری د افغانستان له خاورې د دوی خلاف د نه استفادې لیکلی سند ورکړی او ژمنه ورسره شوی، چې د ختیځ ترکستان ډله به له افغان خاورې د دوی خلاف کار نه اخلي. داشک لا وجود لری.
معلومه نه ده، چې ورته ژمنه طالبانو پاکستان ته هم ورکړی کنه؟
کور ودان ، ستا لیکنه جالبه ده
سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
يقيناً د حنا لهجه لا نوره غير ديپلوماتيکه او په امرانه الفاظو کې نغښتې وه خو دا راسره ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب چې د هغو کور د مشرانو او مشرانو درنښت قطعاً څوک نه کوي چې په کور کې د ننه جنجال لري .هره ورځ يې په خپلو منځو کې اخ او ډب وي . مشران يوازې دومره کار ته هم خوشحال وي چې د اتمام حجت لپاره ناستې وغوښتل شي. په خورا بد حالت کې قرار لرو متأسفانه ماته ملا اميرخان نه بلکې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت قلمدان مهم دى او که هر څوک ورباندې ناست وي او بهرنیان يې درنښت نکوي نو موږ ورباندي خفه کيږو.
موږ عجيب ويده مخلوق يو هيڅ ټکان نه خورو. تاسو باور يوه چينايي ورځپاڼې بيورو چيف ته مې دغه پښتو متن استولى وو اوس چي راپاڅيدم د متقي په وړاندې د متقابل درنښت د نشتوالي له امله يې اوږد معذرت غوښتى دى حيران شوم چې تاسو څومره ويښ ملت ياست چې پښتو مو هم وژباړله او ماته د خپلو احساساتو د اغيزمن کيدو له امله معذرت هم را واستاوه
مننه ورړره
زه هم کله کله زيات احساساتي شم