جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو خپل یو ترانه ویونکی د سندرو په طرز د ترانه ویلو...

طالبانو خپل یو ترانه ویونکی د سندرو په طرز د ترانه ویلو په تور نیولی

تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ ) د طالبانو امربالمعروف وزارت ویلي، چې د دوی یو ترانه ویونکی یې د سندرو په طرز د شعرونو د ویلو په تور نیولی.

د دغه وزارت ویاند عاطف مهاجر ویلي، چې نیول شوی ترانه ویونکی خوش نصیب نومیږي او د ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی.

د مهاجر په وینا، خوش نصیب له مسلسلو توصیو وروسته هم دغه کار ته دوام ورکړی، چې اوس نیول شوی او د ورسره کیدونکي چلند معلومات به ورسره خپاره شي.

 د خوش نصیب ترانې د طالبانو د سندرو په نوم مشهورې وې، چې د ځينو ساز غږونکو آلو غږونه یې خپلو ترانو سره یو ځای کول او موسیقۍ ته ورته ترانې یې ویلې.

طالبانو له بیا واکمنیدو سره پر موسیقۍ بندیز لګولی او دغه راز یې ویلي، چې شاعران باید د دوی اصول په خپلو شعرونو کې مراعت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب