Homeخبرونهد پاکستان پوځ: پوځي حکومت نه اعلانوو

د پاکستان پوځ: پوځي حکومت نه اعلانوو

تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ )  د پاکستان پوځ هغه وړاندوینې رد کړې، چې ګواکې پوځ بیا په دغه هېواد کې پوځي حکومت اعلانوي.

د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري ویلي، چې پوځ د داسې کوم ګام اخیستو تابیا نه لري.

جنرال چوهدري دغه راز د پاکستان د پوځ د پاشلتیا په اړه د مخکیني صدراعظم عمران خان خبرداری بې بنسټه ګڼلی.

د هغه په وینا، عمران خان په ناسمو کړنو پاکستان کې ګډوډي جوړول غواړي.

په ورته مهال، په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني هم په یوه مقاله کې خبرداری ورکړی چې روان وضعیت د پاکستان پوځ د پاشلتیا خوا ته بیایي.

د پاکستان  صدراعظم شهباز شریف بیا د پوځ پر مشر عاصم منیر د عمران خان تورونه رد کړي او ویلي، چې پاکستان به له ګواښونو وژغورل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...