Homeخبرونهبلوچستان: د ۷ پاکستاني عسکرو په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول

بلوچستان: د ۷ پاکستاني عسکرو په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول

تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ )  د پاکستان د بلوچستان د کلا سیف الله په مسلم باغ سیمه کې د دغه هېواد د ځواکونو پر یوه مرکز برید شوی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه برید کې ۷ پاکستاني عسکر، یو ملکي وګړی او ۶ بریدګر وژل شوي.

د یاد شوي برید مسوولیت د جهاد پاکستان په نوم یوې ډلې پر غاړه اخیستی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې یاد شوی برید یې په شا تمبولی او سیمه له بریدګرو پاکه شوې ده.

مخکې په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ خلاف ډېر بریدونه د بلوڅانو د ازادې غوښتنې پوځ ترسره کول.

دا لومړی ځل دی، چې یوه بله ډله د دوامداره او خونړي برید مسوولیت پر غاړه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...