جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: د پاکستان د ازادۍ لپاره د عمران خان هڅې ستایم

امرالله صالح: د پاکستان د ازادۍ لپاره د عمران خان هڅې ستایم

تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ )  د افغانستان د وروستي ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په پاکستان کې د ازادۍ غوښتنې په نوم د مخکیني صدراعظم عمران خان د وروستیو لاریونونو ملاتړ وکړ.

د هغه په وینا، د عمران خان پلوی نه دی، خو د هغه وروستۍ هڅې د قدر وړ بولي.

صالح له دندې د عمران خان ګوښه کیدو ته په اشارې ویلي، چې هغه ځان د یوه خپلواک هېواد صدراعظم باله او په همدې ډاډ یې له روسیې څخه په تخفیف د تېلو پېرلو تړون وکړ، خو دا تړون یې له دندې د ایسته کیدو او ان د ژوند په بیه تمام شو.

 امرالله صالح پرته له دې، چې ووایي دا خطرونه چا خان ته پېښ کړي، زیاته کړې چې هغه د ازادۍ غوښتنې لپاره په حقه او منطقي مبارزه کوي.

ښاغلي صالح د پاکستان استخباراتي اداره مرداره، پوځ یې د غلو او منافقانو مرکز، اساسي قانون یې جعلي او سیاسي ګوندونه یې د غلو او لاره شلونکو مرکزونه ګڼلي.

د ده په باور، د پاکستان تحریک انصاف د دغه هېواد واقعي ازادي غواړي او پاکستان باید د پردو ګټو له تامینونکي حکومت څخه خلاص کړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب