شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان نن د ملا متقي او د چین د بهرنیو چارو د...

پاکستان نن د ملا متقي او د چین د بهرنیو چارو د وزیر کوربه دی

تاند:( جمعه ، د غویي ۱۵ )  ټاکل شوې، چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد نن د طالبانو او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه وي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې وزیر یې ملا امیرخان متقي نن پاکستان ته په سفر ځي.

له متقي سره د طالبانو یو پلاوی هم ملګری دی، چې په اړه یې لا جزیات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو رژيم د متقي د سفر اصلي هدف له پاکستاني او چینایي لوري سره پر سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې اترې ښودلي.

شنونکي باور لري، چې په پاکستان کې د طالبانو، چین او پاکستان د تازه خبرو د بحث اصلي موضوع به د افغانستان په اړه د دوحې غونډې په تړاو وي.

یاده غونډه، چې ملګرو ملتونو یې کوربه توب کاوه، د بندو دروازو تر شا پکې نړیوالې ټولنې له طالبانو سره د احتمالي تعاملاتو اصول  روښانه کړي دي.

تمه کیږي، چې یاد شوي اصول به د چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو له لوري طالب وزیر سره شریک کړل شي.

طالبانو وار د مخه د دوحې غونډې پر مهال، د افغانستان په اړه ښودل شوې اندیښنې او نیوکې بې بنسټه ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. د چین بهرنیو چارو وزیر «چین گانگ» په اسلام آباد کې د پاکستان ولسمشر «عارف علوي» سره په لیدنه کې په دې هیواد غږ کړی څو د افغان ستونزې حل لپاره له چین سره خپله همغږي او همکاري لا ډیره کړي او د افغانستان د بیارغولو سوله ییزې پروسې کې مرسته وکړي.
    کابل نیوز

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب