جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد جرمني او ازبکستان ولسمشرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

د جرمني او ازبکستان ولسمشرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

تاند:( جمعه ، د غویي ۱۵ )  د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له خپل جرمني سیال فرانک والټر شټاین مایر سره په کتنه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت او د داعش د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.

د ازبکستان د حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د افغانستان په ګډون د سیمې د حالاتو په پام کې نیولو سره د امنیت په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا، له عصري ګواښونو او ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

دواړو لورو دغه راز په سرحدي ښار ترمز کې له رامنځته شویو عصري زیربنایي فرصتونو څخه په استفادې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د ازبکستان او جرمني ولسمشران په داسې حال کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې په کابل کې طالب چارواکي ټینګار کوي چې داعش په افغانستان کې له منځه ځي او اجازه نه ورکوي چې نور هېوادونه افغانستان وګواښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب