لورې! جګه شه. د پوهنتون دې ناوخته دی. شابه ژر کوه.”
“نېې مورې! بس پنځه دقیقې مې پریږده تر څو ته سبا ناري تياروې ”
جګه شه! بيا به دي د صنف دروازه بنده شې.” “
بس پنځه دقيقې مورې، زه بیګا ناوخته….”“
“هممم، صحیح ده خو ژر کوه.”
د هغې خبر په نيمايي کې پاته شوه.
مور اشپز خانې ته لاړه، ژر ژر یې چای تیار کړ، ګرمه ډوډۍ یې پخه کړه، هرکاره يې راواخیسته او ژر ژر یې هګۍ پخه کړه.
له سباناري سره اطاق ته راغله او اوس بیا دغه ده د هيلي په سر ولاړه وه چې ژر راپاڅي.
!”الله!!! څومره ناوخته!”
هيلي چې څنګه ساعت ته وکتل نو له چپر کټه را غورځاره شوه، په منډه منډه یې ځان تیار کړ او ناشتې ته راغله.
هله مورې، شاته مې ویښتان را ږمنځ کړه.
څومره ژر چې کیدل، هغې چای او هګۍ په دريو ګولو کې تر ستوني کښته کړې وېښتان یې شاته ږمنځ، پړونی یې په سر،حجاب په تن، دستکول په اوږه، جورابي او بوټ په پښو، له مور سره له خدای پاماني کولو، لاس ښکلولو او د دعا په غوښتنه په منډه له کوره ووتله.
***
د کابل په دامانونو ارغوان غوړیدلي ول، د لمر ژېړو وړانګو د غرو له څوکو ښارته داسي ښکلا ور بښلي وه لکه دطلا ټوک چي پرې غوړېدلی وي
د پسرلي زړه راښکونکي سهار او د نوي سمستر لومړۍ ورځ هيله له خوشالي په جامو کې نه ځایده.
پوهنتون ته له ننوتلو سره سم یې ملګري په خندا او خبرو مصروفي وموندلې. هیله هم د ملګريو جم ته ور ګډه او پکې ورکه شوه .
“د درس ساعت پيل شو خو زموږ خبري ندي ختمي. استاد به حتما صنف ته راغلی وي. ژر راځۍ.”
هيلي په ټولو غږ وکړ او خپله مخ په ټولګي شوه.
“اوهووو! هیله جانې! يو خو ته! همیشه سهار وختي وړوکی غوندي بم راباندي واچوې.”
عایشه له نازه په کږې وږې خولې جوړولو بې ګیلې پاني نشوه او په خپل مخصوص انداز یې هیله په وړه غوندي د ميني په څپېړه په شا ووهله.
د ټولو خندا ګډه په فضا کې خپره شوه او قدمونه د صنف په لور له دې ناخبره چې دا ګامونه به بیا په دې لور ځي او که نه..؟ پورته شول.
***
ټولګی د زدهکړيالانو له ګڼي ګوڼي ډک وو. ټول په خپل ځای کیناستل، ښوونکی چې راغی نو په صنف کې یو ډول چوپتيا خپره شوه داسې چې که ستن دي اچولي وه نو د کړنګ غږ یې اورېدل کيدای شوای.
ټول استاد ته غوږ شول.
قلمونه تيز تيز په کاغذونو روان وو. څومره چټک چې په ساعت ستن تېریده هغومره ژر ثانيه په ثانيه وطن مخ ته روان وو.
ناڅاپه له ښکته شور او غږونه پیل شول.
ټاک، ټاک، ټاک
دومره په زوره ټکان چې زړونه یې له سينې څخه را ایستل. شیبه په شيبه ټکان، شور،ځوږ، او لوګي موږ ته رانږدې کيدل.
هر طرف ته له زړه چیرونکو چیغو او بوږنونکو ټکانو پرته هيڅ نه اوریدل کيدل.
په دروازه مخ پوښ کسان را ننوتل، ګډوډي شوه، هر څه دغسي پاته شو. ټولو د ځان ساتني لپاره منډه پيل کړه او مخ پوښو ټکان کول، يو څو ناچار د مقاومت لپاره د مخ پوښو مخ ته ورغلل مګر هغوی ته تر رسېدا له مخي يې ظالمانو سینې ور غلبېل غلبېل کړې . چا ځان له دروازې وايستل او چا له کړکۍ داسي ټوپ کړ ته به وای چې کښته جنت د دوی منتظر دی.
څه بالا يو ساعت دغه قيامت په پوهنتون روان وو. خداي خبر څنګه مخ پوښ ووژل شول مګر هغه یوه ساعت هر څه بدل کړل. هر طرف ته په سرو وينو لړلي سوري سوري جسدونه، سره کتابونه او مات قلمونه، غار غار ديوالونه او تختې په ډېر زړه بدوونکي حال کي پراته وو.
په صنفونو کې د ويني ویالې بهېدلې.
زما يو لاس شدید زخمي وو. زما هم صنفیان زما دسترګو په وړاندي په وينو لژنده شهيدان پراته وو. د چا لا س مات، د چا پبنه ما ته، د چا ستر ګي وتلي، د چا ورور شھيد شوی، دچاخور په وینو کي لت پت ھر طرف ته د محصيلونو ژړا، چغي او زګېروي وو چي د بني آدم زړه یې پرې کاوه، ھغه د زړه له سوخته رايستل شوې چيغي به زما ھيڅ کله نشې ھيري. ھغه چيغي او صحنې زما په دماغ کې قيد شوی دي، په ستر ګو مي تياره وه. چي ھم صنفيان مي وليدل، د ځان زخم رانه ھير شو. يوه جينۍ د خونی او دهلېز د کړکۍ په منځ کي نښتي په وينو تکه سره نیمه هاخوا نیمه دېخوا راځړېدله او د وینو ویالې یې د سر لخوا د کوټې په انګړ کي بهېدلې، لکه چي ځوانیمرګي د ډزو پر مهال له کړکۍ د باندي وتلو هڅه کوله چي په همدې حال کی د ناترسه وژونکو د خوني مردکو ښکار شوي او سینه یې په مرمیو غلبېل غلبېل کړي وه، چې ورغلم،ګلابي مخ مې د ځان په طرف کړ، نو په سترګو مې تياره شوه اوناببره مي له ستوني چيغي پيل شوې، ھغه عائشه وه، زما ډېره خوږه،نازولي اوموسکه ملګري. زه نه يم خبره له هغه وروسته په ما څه وشول..!
خو چې یو وخت مې سترګي پرانیستلې نو ځان مې په کور کې وموند، ھيڅ نه را څخه کيدل. بس له سترګو مي په چوپه خوله اوښکي بھېدلي. د ډزو وژونکی منظر مې په ذهن کې لکه فيلم چالان وو. د ھر چا چې به مې وپوښتل نو د نوم په اورېدو به یې زما دمور سترګي سرې شوې او زه به پوه شوم چي هغه هم د خوني ناتار ښکار شوی ده نو ناڅاپه به مې له خولې د انا لله وانااليه راجعون توري ووتل.
هیله د کتابونو په منځ کې ناسته وه، له غټو توروسترګو يې سپیني اوښکي د ملغلرو په څېر په ډائري لاري لاري رواني ولي، د اوښکو په سيل کي ھغه ټول توري بلور ښکارېدل. د دغي کيسې څلور کاله تير شوې ول مګر د ھيلې په زړه هغه د درد څړیکي او زخم ھم هغسي تازه پاتې وو. په ډېر دقت سره یې ځان بيرته نورمال کړی وو او ځان يې تر دريم کال رسولی وو مګر دا چي تير کال د پوهنتون دروازي د انجينو په مخ وتړل شوې نو دا هم په کور کي وزګاره وه. کله کله به يې کتابونه پرانيستل مګر بيا به یې هغه د پوهنتون يادښتونه او وختونه په زړه شول، ډائري به يې پرانیسته او هم دغه پاڼي ولې چي بار بار به يې لوستلې.
(موږ هم څومره مظلوم او بې وسه ولس يو.په هر دور کې موږ ولس قرباني ورکړي. يا د ويني، يا د هيلو او يا د ارمانونو.
هر وخت زموږ د ويني، زموږ د ژوند او پر مختک په سر معاملي شوې. او په تيره بيا د حوا غوندي بي ضرره مخلوق! د چا په سر چې حوا نھه مياشتي دردونه تير کړي او بیا يې ټول ژوند پري خاوری کړ، هغه نن را ولاړشوی او خپل جايز اسلامي حق یې ترې سلب کړی.
موږ الحمدلله مسلمانان یو د مکتب له وخته د پوهنتون تر دورې مو شرعي حجاب مراعات کړی بیا هم لیک لوست د حق ترلاسه کولو لپاره هر ډول ژمنو،اصولو او قوانينو ته تيار يو، له “اقرأ بسم ربک الذي خلق” څخه رانیولي تر “ولا تبرجن تبرج الجاهليةالاولی” پوري د سپیڅلي دين په هر حکم باندي مو اقرار باللسان او تصدیق بالقلب کړی. بس کاش زموږ درسونه بيرته پيل شې. هغه کتابونه چې زموږ په وينو سره شول، کاش چې د قلم په رنګ يې بیرته تور کړای شو. کاش چې موږ هم د نړۍوالو سیال کیدای شوای. چیرته چې په نړۍ کې ښځه کور، دولت، سياست، عدالت، کاروبار، موټر، بانک، اقتصاد چلوي ، هلته که نور څه نه، افغان میرمني لږترلږه پوهنتون ته خو تګ وای!!!!
ما به هيڅ نه ويل، چوپ به پاتي وم مګر ته خو مې قانع کړه چې اخېر په کوم دليل؟ په کوم روايت؟ په کوم فرهنګ؟…)
“هيلې! هغه ميلمانه راورسېدل. زه ورغلم، ته اوبه او چای راپسې راوړه، او لږ سمه راشه.”
د مور غږ هغه د فکرونو له ځالي ازاده کړه.
“عایشه جانې ته ښه ولې… په یوه وار دي سینه په مرمۍ غلبیل شوه… موږ ته راشه! هره شپه او هره ورځ مو د جهالت په بلا مرګ ده!”
هغې اوږده، ستړي ساه واخیسته، کتابونه يې ټول په المارۍ کي کيښودل، چررر المارۍ یي پسې بنده کړه، سترګي يې پاکي کړې او له اطاقه بهر وؤتله..!