جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد حقاني خبرداری؛ د طالبانو افراطي کړنې به خلک دین نه زړه...

د حقاني خبرداری؛ د طالبانو افراطي کړنې به خلک دین نه زړه توري کړي

تاند:( جمعه ، د غویي ۱۵ )  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کندهار کې د دوی د نوي والي د معرفۍ پر مهال خبرداری ورکړ، چې د طالبانو افراطي کړنې به خلک له دین نه زړه توري کړي.

نوموړي د دغه رژیم د معتدل چلند غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې خلکو سره توند چلند ښې پایلې نه لري.

هغه په کنایوي ډول طالب مشرانو ته له واکه د ایسته کیدو په صورت کې د دغه چلند د پایلو یادونه وکړه او د موټر د ټایر له مثال راوړلو سره یې وویل: د موټر ټایر ته که زیاته هوا ورکړل شي، خیزونه وهي، خو که هوا یې ووځي، بیا پر ځمکه کیني.

د ده په باور، قدرت همداسې غرور انسان ته ورکوي، چې خیزونه وهي، خو ورڅخه لیرې کیدل یې بیرته پر ځمکه هم کینوي.

معلومه نه ده، چې د هغه مخاطب څوک و، خو د طالبانو منتقدین او حتا لابي کوونکي ادعا لري چې د دوی د رژیم اساسي ستونزې په کندهار کې له ملا هبت الله او افراطي ډلې یې سرچینه اخلي.

سراج الدین حقاني، چې مخکې یې پر هبت الله توندې کنایوي نیوکې کړې وې، په تازه وینا کې کندهار د خپلې مشرۍ کور بللی او په اطاعت یې ټینګار کړی.

د سراج الدین حقاني، ملا عبدالغني برادر، ملا یعقوب او یو شمېر نورو طالب مشرانو پلویان دوی د دغې ډلې له اصلاح غوښتونکو تبلیغوي، خو منتقدان یې بیا وایي تر هغې چې دوی په ښکاره د خپل مخ پټي مشر او ملګرې ډلې د افراطي کړنو خلاف یې غږ پورته نه کړي، د دوی په ګټه تبلیغات غولونکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب