Homeخبرونهننګرهار کې د ټیک ټاک جوړولو د تمثیل پر وخت يو تن...

ننګرهار کې د ټیک ټاک جوړولو د تمثیل پر وخت يو تن ووژل شو

تاند: ( پنجشنبه، د غويي ۱۴ ) ‏‏په ننګرهار کې ټيک ټاک لپاره ويډيو جوړونکي تمثیل پر مهال خپل ملګری وژلی دی.

د طالبانو ولایتي ادارې ويلي، د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ په ډکې سيمه کې د محمود په نوم يو تن هغه مهال خپل ملګري له لوري د تومانچې په ډز ووژل شو، چې ټيک ټاک لپاره يې ويډيو جوړوله.

ویل شوي، چې طالب واکمنان د پېښې ځای ته رسيدلي، جسد يې د کورنۍ غړو ته سپارلی او د پېښې عامل يې نيولی دی.

طالبان وايي قاتل په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي، چې تومانچه يې د وژل شوي ملګري وه او ده ته يې د ويډيو جوړولو په موخه په تمثيلي بڼه د ډز اجازه کړې وه؛ خو هغه ترې سهواً وو

ژل شو.

1 COMMENT

  1. ولې يو ځوان ته د خپل پلار نه، ولې کشرانو ته د مشرانو نه، او ولې افغانانو ته د نړيوالو نه وسله په لاس ورځي ؟!!
    آن زموږ د ځوان نسل ذهنيت، سوچ، انداز او د دوی لخوا يوه خاکه جوړول هم وسلواله ده، او دا پوځي کيدنه د پر لپسې اوختونونو، کودتاوو ، نيابتي جګړو او افغان وژنې لامل شوې ده.
    بايد چې نور د وسلې ساتنې ، وسلې ګرځونې او وسلې پالنې کلتور ته د پای ټکی کيږدو، او د دې په ځای خپلو ماشومانو ته قلم او کتاب په ميراث پريږدو، تر څو دوی او راتلونکي نسلونه په سوله او سوکالۍ ، پرمختګ او آبادۍ، وطن دوستۍ او نيکبختۍ کې ژوند وکړي..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...