پوهندوی آصف بهاند
دا چـې ځـړېــږي مـخـامـخ درتـه پـه دار سـرونه
پـه دې وطـن کې بـه هـمـدغـه وو د کـار سرونه
وږي یې هسې هم غاصب همېشه وړي په زوره
کشکې دا ځـل زموږ غـنم وکـړي د مـار سـرونه
(درویش دُراني)
نن د پښتو ادب د مطرح شاعر او لیکوال عبیدالله درویش دُراني اویایمه کلیزه ده. همدا ورځ د ده د هنر، شعر او ترسره کړو فرهنگي خدمتونو ته د درناوي لپاره ځانګړې شوې ده.
دا ورځ دې بختوره وي. د اوسني ځوان نسل په منځ کې د درویش صاحب شعر او فکر ځانگړي دریځ او خپل تاثیر لري.
ښاغلي درویش دراني ته ښه روغتیا، اوږد عمر او د فرهنگي کارونو د ترسره کولو لپاره نوره حوصله او بریا غواړم. له هغه چا نه هم مننه کوم چې د درویش دراني د اویایمې کلیزې ورځ یې د دوریش دراني د ورځې په نامه یاده کړه، څو ټول قلموال وکولای شي چې د دې حقداره فرهنگي شخصیت د ترسره کړو کارونو او خدمتونو یادونه او درناوی وکړي. دا دود باید نور هم پیاوړی او عام شي چې موږ د خپلو علمي ــ فرهنگي شخصیتونو درناوی په ژوندینې وکړو.
له ښاغلي عبیدالله درویش دراني څځه مننه او خوښنه چې د خلکو په پوهولو او راویښولو کې یې ډېر زحمت گاللی دی، دا نسل او راتلونکي نسلونه به یې دا خدمت هېر نه کړي.
دلته به د ښاغلي درویش دراني د بختورې کلیزې د درناوي په پار د ښاغلي نقیبالله لارمل یوه لنډه لیکنه راواخلم چې په فیسبوک کې یې د دراني صاحب د کلیزې په پار خپره کړې ده:
«عبيد الله چې پۀ ادبي کړيو کې د دروېش دوراني پۀ نامه ياديږي، د سويلي پښتونخوا پۀ کوټه ښار کې د ۱۹۵۳ م کال پۀ شاوخوا کې وزېږېد. لومړنۍ او لوړې زده کړې يې پۀ خپله سيمه کې کړې او د کوټې لۀ بلوچستان اکاډمۍ نه يې پۀ انګليسي ادبياتو کې ايم اې کړې ده. دی اوس د همدې پوهنتون د ادبياتو استاذ هم دی.
دروېش دورانی د پښتو د تېرو دوه نيمو لسيزو نماينده شاعر دی، چې د لر و برو پښتنو د چاپيريال او فکر پلوشې يې پۀ شعر کې د اوچتو خيالونو او ژور عاطفي تړون پۀ بڼه څرګندې دي.
دروېش تر نورو شاعرانو د پښتو پۀ ساډوبي حال ډېر غمجن دی:
دا چې ځړېـږي مخامخ درته پۀ دار سرونه
پۀ دې وطن کې به همدغه وو د کار سرونه
وږي یې هسې هم غاصب همېشه وړي پۀ زوره
کشکې دا ځل زموږ غنم وکړي د مار سرونه
نن د مې ۴مه د دې عظیم او ستر شاعر ښاغلي دروېش دراني د زوکړې ۷۰ مه کلیزه ده. دغه ورځ د دروېش صیب ژوند، هنر، شعر او خدمت ته ځانګړې شوې ده.
د پښتنو دغه عظيم شخصیت ته دې رب ج اوږد، خوشحاله او د خير عمر ورکړي!
چا به هسې ويل يار لره دې بيايم
زۀ دروېش به پۀ رښتيا پسې روان شوم
ــــــ
تۀ طرفدار د تاريکۍ زۀ ارمانجن د رڼا
ملګريه! درومه ستا جلا زما جلا لاره ده
ـــــ
با وجود د دې چې تاته لاره نۀ وه
ما لۀ بل چا سره لاره جوړه نۀ کړه
ــــ
زړۀ مې درد کؤي لۀ زړۀ ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي ، مـړۀ ورپسې ژاړم
ـــــــ
بېلتانۀ دې د هر چا پۀ غم شریک کړم
یار د بل درومي او زۀ ورپسې ژاړم
ـــــ
ليک د يار راغلی دی دروېش ته دی يې نۀ لولي
وجه يې دا ښيي چې ليکلی پۀ پښتو نۀ دی
ـــــ
بیا پۀ جنګ ښکاري هوا او څراغونه
خدایه و ساتې رڼا او څراغونه
یه مرګېه، ماشومان مې راته خاندي
سره پرېږده څو شپې ما او څراغونه
خپل مخونه ستا د مخ پۀ رڼا مینځي
لمر، سپوږمۍ، ستوري، برېښنا او څراغونه
پۀ دې نور پسې سپېڅلو خلکو مه ځئ
یو ځای شوي دي بلا او څراغونه
د وطن پۀ هدیرو کې وي دروېشه
هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه