جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهملا شيرین اخند د کندهار د نوي والي په توګه دنده پیل...

ملا شيرین اخند د کندهار د نوي والي په توګه دنده پیل کړه

تاند: ( پنجشنبه، د غويي ۱۴ ) ‏‏د طالبانو مخ پټي مشر ملا هبت الله اخندزاده د خپل واک د اصلي مرکز کندهار لپاره نوی والي ټاکلی.

ټاکل شوي وو والي ملا محمد علي حنفي، چې په ملا شیرین اخند مشهور دی، نن د يوې غونډې پر مهال دغې دندې ته معرفي شو.

ډ ملا شیرین د معرفۍ مراسمو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني او نورو طالب چارواکو ګډون کړی و.

ملا شيرین اخند د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتيژيکو استخباراتو مرستيال و، چې د سابقې په اړه ېې جزیات نه دي ورکړل شوي.

په کندهار کې مخکې حاجي يوسف وفا د طالبانو د رژيم والي و، چې په بلخ کې د طالبانو د والي ملا داود مزمل له وژل کیدو وروسته د نوموړي د چارو سرپرست

ي کوي.

2 COMMENTS

  1. دا دله خو داسې مالومیږي لکه یو جنایتکاره دخرو غل چې له غرو را کښته شوی وي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب