یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهله طالبانو سره په نښته کې ۶ پاکستاني پوځیان ووژل شول

له طالبانو سره په نښته کې ۶ پاکستاني پوځیان ووژل شول

تاند(ينجشنبه، د ثور ۱۴مه) د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په یوه نښته کې لږترلږه ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۶ سرتېرو د وژل کېدو ترڅنګ درې پاکستاني طالبان هم وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې نور جزییات نه دي څرګند شوي.

خو د پاکستان دولتي راډیو نن وویل چې دا نښته د شمالي وزیرستان په دیردونۍ سیمه کې شوې ده.

د پاکستان راډیو د پوځ د عامه اړیکو د ادارې پر اساس ویلي چې دوی په سیمه کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان د پوځ پر اساس، د روان ۲۰۲۳ په لومړیو ۵ میاشتو کې په پاکستان کې ۴۳۶ تروریستي بریدونه شوي چې ۲۹۳ تنه پکې وژل شوي او ۵۲۱ نور ژوبل شوي دي.

تر ټولو ډېر بریدونه په خیبرپښتونخوا کې شوي چې اوس قبایلي سیمې هم ورسره تړلي دي. په دې صوبه کې په ۲۱۹ بریدونو کې ۱۹۲ تنه وژل شوي او ۳۳۰ نور ژوبل شوي دي.

ورپسې ډیر بریدونه په بلوچستان کې شوي دي. د بلوچستان په ۳۰۶ بریدونو کې ۸۰ تنه وژل شوي او ۱۷۰ نور ژوبل شوي دي.

سږ کال د دې ډول بریدونو لمن پنجاب او سیند ایالتونو ته هم غځېدلې ده. په تېرو ۵ میاشتو کې په پنجاب کې ۵ پېښې شوي خو په سیند ایالت کې بیا ۶ پېښې شوي چې په دواړو ایالتونو کې یې د ۳۲ تنو ژوند اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب