Homeخبرونهطالبانو د مخابراتي شبکو د خدمتونو د ارزانه کولو خبر ورکړ

طالبانو د مخابراتي شبکو د خدمتونو د ارزانه کولو خبر ورکړ

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۱ ) د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ ویلي، چې د مخابراتي شبکو د غږیزو او انټرنیټي خدمتونو لپاره یې نوې بیې ټاکلي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، چې نوې بیې د مخابراتي شبکو د لګښتونو له ارزونې وروسته وضع شوي.

الکوزی زیاتوي:(( د هرې شبکې د پیرودونکو ترمنځ د غږیزو اړیکو حد اکثر قیمت فی دقیقه په ۱.۸۵ افغانۍ وټاکل شوه چې  مخکې د مخابراتي شرکتونو حد اکثر قیمتونه د دقیقې پر سر له ۲.۵ څخه نیولې تر ۳.۵ افغانۍ وضع کیدلې.))

د نوموړي په وینا، همداراز له یوې مخابراتي شبکې څخه بلې مخابراتي شبکې ته د اړیکو د عادي بیو لپاره د ټاکل شویو تعرفو سقف یوه دقیقه په ۲.۲ افغانۍ حد اکثر وټاکل شوه، چې مخکې د مخابراتي شرکتونو حد اکثر قیمتونه د دقیقې پر سر ۴ افغانۍ بیه وضع کیده.

د طالب ویاند د معلوماتو له مخې، له دې سره د انټرنټی خدمتونو په بیو کی له ۳۰٪ څخه تر ۶۰ سلنې کموالی راغلی.

سرچینه زیاتوي: اوسمهال ټولو مخابراتي شبکو ته د یوه جي بي میاشتنۍ کڅوړې حد اکثر قیمت ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوې چې ځینې شبکې یې له دې هم په ټیټه بیه پلوري، په داسې حال کې چې مخکې د یوه جي بي انټرنټي کڅوړې بیه  له ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ افغانیو پورې رسیده.

الکوزی وایي د انټرنیټ عادي استفادې قیمت پخوا یو ایم بی د  یوې (۱ )افغانۍ څخه تر لسو (۱۰ ) افغانیو پورې وضع کیده، خو د طالبانو له راتګ سره سم د تعرفو د سقف د تعین نه وروسته د یو ایم بی بیه ۰.۱۱ ( لس پولو ) ته راټیټه شوې.

په وروستیو کې خلکو شکایت کاوه، چې د طالبانو د ژمنو خلاف د انټرنیټي او مخابراتي لګښتونو بیې کمې شوي نه دي.

1 COMMENT

  1. دا ټول هغه د خوښۍ او ښیرازۍ زیری دی چه هر افغان ته یې نیغ په نیغه فایده رسیږی.
    الله ج د اسلامی امارت تل تر تله دایم او قایم لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...