یکشنبه, مې 19, 2024
Home+څيري زړه | زهير سپېڅلی

څيري زړه | زهير سپېڅلی

څه وخت مخکي مي «څيري زړه»  توصيفي ترکيب واورېد.
ترکيب له دوو يا زياتو خپلواکو، ناخپلواکو کلمو رغېدلی وي، چي اجزا ئې خپلمنځي اړيکي لري. ترکيب بېلابېل ډولونه لري. لکه:
اضافي ترکيب: د کابل ښار، د احمد کتاب، د کلي لار…
توصيفي ترکيب: زخمي لاس، مات زړه، سپين دېوال…
تشبيهي ترکيب: د مخ اور، د بڼو غشي…
ځيني عام ترکيبونه دي، چي په ورځنيو خبرو کي  کارېږي او ځيني بيا ادبي/شاعرانه ترکيبونه دي، چي په شعر او ادب کي استعمالېږي. لکه: د بڼو غشي، د مخ رڼا چي اضافي او تشبيهي ترکيبونه دي. همداسي دا نور، اورنی ښايست، قاتلي سترګي، خفه ماښام، ولاړ وختونه، ستړی خيال…
«څيري زړه» توصيفي ترکيب کي «څيري» صفت له «زړه» موصوف سره اړخ  نه لګوي، ځکه زړه کېدای شي، زخمي وي، پرې وي، سوی وي، خوږ شوی وي؛ دا ټول صفتونه ورسره ښايي، مګر «څيري» نه؛ ځکه زړه نه څيرېږي. د زړه د ماتېدو اواز هم چا نه دی اورېدلی، خو «مات» صفت ورسره راځي. «څيري» صفت له زړه سره د تمسخر رنګ هم لري او Informal ښکاري.
«څيري» صفت له ګرېوان، لمني، کتاب، کاغد، ټوکر… سره يادوو، لکه: څيري لمن، څيري ګرېوان، کتاب څيري شو يا د «څيري» پر ځای پرې هم راځي؛ پرې ګرېوان، پرې لمن، کاغذ ئې پرې/څيري کړ او نور.
 «څيري زړه» يا «زړه څيرل»  په شعر و ادب کي داسي … ترکيب دی.
ځيني څيزونه ماتېږي، ځيني څيرېږي او ځيني پرې شي.
داسي هم شته، چي د يوه موصوف لپاره کارېدلی صفت بيا له بل موصوف سره اړخ و نه لګوي. موږ ماته دروازه او ماته  هينداره وايو، مګر مات دېوال نه وايو.
څيري لمن/کالي وايو، مګر څيري هينداره نه وايو.
مات غرور وايو/ليکو، مګر پرې او څيري غرور نه وايو.
مات زړه، مات لاس، مات سر، ماته خوله، مات انسان، مات قلم… ويلای او ليکلای شو، خو مات کتاب، مات کور او … نه وايو/ليکو. دلته له موصوف سره بل صفت راوړو.
ځيني صفتونه بيا له يوه موصوف سره نه، له ډېرو سره راتلای شي لکه: سپيني سترګي، چي هم توصيفي ترکيب دی، هم يوه اصطلاح ده، چي د بې شرمۍ په معنا راځي.
«سپین» صفت داسي هم کاروو، سپين زړه، سپين هلک، سپينه خبره. تور صفت هم لکه؛ توري سترګي، تور زړه، تور مخ، تور سړی…
ځيني صفتونه بيا له ځينو سره راځي، او له  ځينو نورو سره نه. لکه: خړي سترګي، خړ مخ، خړه فضا وايو؛ مګر خړ زړه، بيا نه وايو.
د «څيري زړه» پر ځای مات زړه، خوږ زړه، پښتون زړه، مين زړه، سوی زړه، لمبه- لمبه زړه، وريت زړه، سپين/تور زړه، شين زړه او داسي نور په لسګونو ترکيبونه د کارولو لپاره لرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب