جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان تکواندو کار د بلغاریا سیالیو د سرو زرو مډال وګاټه

افغان تکواندو کار د بلغاریا سیالیو د سرو زرو مډال وګاټه

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۱ )  د فرزاد منصوري په نوم د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې یوه مخکیني غړي په بلغاریا کې د سیالیو پر مهال د سرو زرو مډال ګټلی دی.

د راپورونو له مخې، په دغو سیالیو کې منصوري خپلو بلغاریایي، ترکي، آذربایجاني او اوکرایني سیالانو ته ماتې ورکړه.

 د یادو سیالیو په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ورزشي ادارو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي، چې په وروستیو کې ډېر افغان ورزشکاران بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي، چې هلته په فردي ډول هم سیالیو کې برخه اخلي او لاسته راوړنې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب