جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههبت الله د کندهار مدرسو کې ۶ زره نوي ملایان ګوماري

هبت الله د کندهار مدرسو کې ۶ زره نوي ملایان ګوماري

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۱ )   کندهار ته د طالبانو د پوهنې وزیر له سفر سره هم مهاله، د دغه ولایت د پوهنې پر ریاست واکمنو چارواکو ویلي، چې د طالبانو نا لیدل شوی مشر ملا هبت الله د دغه ولایت مدرسو کې ۶ زره نوي ملایان ګوماري.

د کندهار لپاره د طالبانو د پوهنې یوه مقام مفتي زاهد ویلي، چې د یادو ملایانو بستونه تازه د هبت الله له لوري منظور شوي دي.

هغه دا هم ویلي، چې د کندهار معارف ته هبت الله ۳۸۰۰ نور بستونه هم منظور کړي، خو د هغو بستونو جزیات یې نه دي روښانه کړي.

کندهار ته د طالبانو د پوهنې د وزیر مولوي حبیب الله آغا د سفر هدف، د پوهنې ریاست له مراجعینو سره د طالب واکمنو د چال چلند ارزول ښودل شوي.

څارونکي اندیښمن دي، چې د طالبانو د مدرسو زیاتوالی به افغانستان لا نور د افراطیت لمنې ته وغورځوي او ځوان نسل به د تباهۍ افکارو سره اشنا کړي.

5 COMMENTS

  1. میږۍ چې وزرونه وکړي ورکیږي ، ددې خرکوسانو د ورکېدو وخت را نږدې شوی دی !!

  2. ملا لوطی د لواطت کمپنی پرانیستی ده اوس غواړی چی ټول افغانستان له لواطت کارانو ډک کړی او خپل مخونه پټ او کونی خلکوته واړوی هیبت لوطی ښه تجارت پرانیستی ده کیدای شی چی ډیر زر یوه د واسیلینو فابریکه هم ځان ته جوړه کړی تر څو د چړیانو کار اسانه کړی

  3. ایا دا ۶۰۰۰شپږ زره ملایان د هغې څلویښت زره کسیزی ملیشی برخه ده چي شپیته میلیارده افغانی د وزارت مالیی د لاری ورکړ شوی که دا جلا ،بله ځاله ده ؟
    ایا دا شپیته میلیارده ، حسابدهی لری که د مرحوم هبه۰۰۰ په نامه بل ځای ته انتقالیږی ؟
    که هر ولایت همدومره سهم لریِ؟
    دا ډول ګُنګه معامله او حساب حتی تر ټولو فاسدو حکومتو کی هم سابقه نلری او بیا کله چي ټول واک د مالیی وزارت د مرحوم په نامه بلا حساب چلیږی او زموږ ،دایه ای مهربانتر از مادر،د افغانستان لس میلیارد ډالر بانکی پشتوانه پسی په درز بغاری وهی۰
    دا د مرحوم په نامه کرسۍ ساتنه هغه مقام دی د تور لنګیو د فرمانروایی لپاره او مخرج دی د بیت المال دلوټ او غلا لپاره؛ دا هغه غلا ده چي د افغانستان څخه بهر ته وځی ؛د کرزی صاحب د توصیی پر خلاف ۰
    دا د مرحوم په نامه صلاحیت او فرمانونه هغه تونل دی چي هر څه شرستان ته انتقالوی چي رویت یی بدوی پټاوی ته ډیر سخت او قابل فهم ندی ۰
    الله رب العزت دی خائنان تباه کړی که کورنی دی او که اجنبی۰
    اللهم شټت شملهم و فرق جمعهم ومزق دیارهم و خرب بنیانهم و قرب اجالهم و خذهم باخذ عزیز مقتدر ـ امین یا رب العالمین

  4. خپله خاوره خپل اختیار

    ډیر ښه او پر ځای اقدام دۍ.
    زموږ اولادونه دا حق لری چه خپل دین زده کړی او د (امن خونو) دروازې دلته په د پاکه او سپیڅلی خاوره تر ابده بندې او د کفر په تابوت داسې میخونه ولږوی چه ټوله اسلامی نړۍ یې له شره خلاسه شی.

    تاسو لږ ورته ټینګ شۍ

    هغه د چا خبره ور به شې خبر به شې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب