جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکندهار ته د جاپان د سفیر سفر؛ د هبت الله پرځای د...

کندهار ته د جاپان د سفیر سفر؛ د هبت الله پرځای د بهرنیو چارو سیمه ییز رئیس ورسره لیدلي

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۱ )  په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا په یوه سفر د طالبانو د واک اصلي مرکز کندهار ته تللی و.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نوموړي سره د دغه ولایت د بهرنیو چارو رئیس په خپل دفتر کې لیدلي او د طالبانو د رژیم بهرنی سیاست یې ورته بیان کړی.

طالب رئیس د جاپان سفیر ته ویلي، چې دوی پر ټول افغانستان واکمن شوي او ښه وضعیت یې راوستی او نړۍ باید تعامل ته ورسره غاړه کیږدي.

طالبانو د جاپان د سفیر له قوله ویلي، چې د سفر موخه یې له نیږدې څخه د کندهار د وضعیت ارزول او هلته د بشري مرستو د مصرف څارل دي.

خپله د جاپان سفارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې ډېری بهرنی دیپلوماتان کندهار ته په دې هیله سفر کوي، چې ښایي د طالبانو پټ مخي مشر ملا هبت الله یا نورو اصلي واکدارانو سره ولیدای شي، خو ملا هبت الله او د واک د انحصار اصلي ډلې یې دوی سره لیدل نه دي منلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د افراطي پریکړو د دوام له امله د دوی پر وړاندې نړیوال فشارونه مخ په زیاتیدو بریښي.

2 COMMENTS

  1. هغه جاهل نا معلومه د عربو د کلچر غلام چیرې دی ؟، ما په هیڅ تاریخ او افسانو کې داسې یو عمل او کار ندی لیدلی زه په اسلام ټرت او لغت عقیده هم نلرم خو داسې کار نه په اسلام کې او نه د بشریت په تاریخ کې چا لیدلی ! دا دلګان ټول روحي مریضان دي دوی دنړۍ ،بشریت او انسانیت او د پښتون د قام سر سخته پټ دوښمنان دي !!دا چې څوک دا کار کوي خو پاکستان یې په احوال خبر دی !!

  2. داسی بریښی چی د جاپان سفیر د امیرالمومینین د لیدلو لپاره د ورځی له خوا نه کندهار ته سفر کړی. پداسی حال کی چی امیر المومینین د ورځی له خوا نه استراحت کوی او د شپی د یوی بجی نه روسته د کندهار په کوڅو کی د خپلو خلکو سره ملاقاتونه کوی او مشکلات يی حلوي.

    د جاپان هیواد او سفیر يی باید ځان وپوهوی چی د سیکولر او شرعي نظام تر منځ یو لوی توپیر دادی چی د شرعی نظام امیر المومینین د شپی له خوا په کارونو بوخت وی او سیکولر نظامونه دا ډول زحمتونه نشی ګاللی او دورځی له خوا کارونه په مخ بیايی.

    د جاپان دولت او سفیر باید په غوږ ووهل شی چی بل ځلی داډول تیروتنه تکرار نه کړی او د شپی د یوی بجی نه روسته د کندهار په کوڅو کی د امیر المومینین سره د ملاقات بندوبست وکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب