جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د حج کوونکو لګښتونه او ورته د خپل چمتووالي تدابیر اعلان...

طالبانو د حج کوونکو لګښتونه او ورته د خپل چمتووالي تدابیر اعلان کړل

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۱ )  د طالبانو د رژیم چارواکو په یوه خبري غونډه کې د سږني حج مراسمو د افغان ګډونوالو د لګښتونو او په دې اړه د خپلو تدابیرو جزیات په ډاګه کړل.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم واکمن نور محمد ثاقب وویل: سږکال به ۳۰ زره حاجیان، سعودي عربستان ته د حج مناسکو د ادا کولو لپاره لاړ شي.

ملا زیاته کړه: دغه سهمیه د حاجیانو د تقاضا پر بنسټ تنظیم شوې ده، چې عام خلک، طالبان، د طالب رژیم کارکوونکي، د شهیدانو او معلولینو وارثین او کډوال پکې شامل دي.

د ملا ثاقب په وینا، د زونونو په کچه د حاجیانو د ټولېدنې ځایونه تجهیز او ترمیم شوي دي، دغه راز له کام ایر هوایي شرکت سره د قرارداد تر څنګ؛ سږکال به له څلور زونونو (کابل، هرات، بلخ او کندهار) نه الوتنې ترسره شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت واکمن وایي، چې په مکه معظمه او مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره د اوسېدنې ځایونو، درې وخته ډوډۍ او ترانسپورټ اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او تمه ده چې د حاجیانو لومړنۍ الوتنه به د روان کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه؛ د افغانستان له خاورې څخه سعودي عربستان ته تر سره شي.

ښاغلی ثاقب زیاتوي، د هېواد ۳۴ ولایتونو کې د ازادې سیالۍ پروسې له لارې وړ او درایت لرونکي ښوونکي جذب شوي، چې سږکال به په ټولیز ډول ۶۵۲ ښوونکي د حاجیانو ملتیا کوي او د ۴۵ حاجیانو لپاره یو ښونکی توظیف شوی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د واکمن په خبره، د وزارت د مسوولینو په هڅو او کوښښونو، سږکال د هر حاجي لپاره ۳۹۲۴ ډالر چې ۳۴۰ زره افغانۍ کېږي، لګښت په پام کې نیول شوی دی.

افغان حج کوونکو تېر کال د طالب رژیم له تدابیرو خوښي ښودلې وه او ویلي وو، چې ښه تدابیر یې ورته نیولي وو.

2 COMMENTS

  1. عجیب منطق دی د خلکو. د هیواد اکثره وګړی خیرات ته ناست دی، او د لوږی نه مری. او دوی ۱۲۰ میلیونه ډالر په داسی کارونو مصرفوی.

    هر کال دی دوی دغه ۱۲۰ میلیونه ډالر د همدوی حج والاو نه راټول کړی او ټولګټی پروژی دی بری ترسره کړه. د بیلګی په توګه: د نوی پوهنتونونو جوړول، د اوبو د بندونو جوړول، لمریزی بریښنا جوړول، په داخل د ملک د تولیدی شرکتونو جوړول او یا ورڅخه ملاتر کول….

  2. محمد خو اول تجارت کاوو بیا یې د یهودو په قصد دین جوړ که د تورې په زور یې خپورکه خو په عین حال کې یې عربی نړۍ ته لوی خدمت وکه ! حج ته چې څوک ځی نو هوټل به نیسي ډوډۍ به خوري ، پسونه به حلاله وي داټول عربو ته پاتې کيږي او بل خدمت د محمد کلتوري خدمت دی چې لمونځ قران دین ټول په عربي نو له یهودو محمد هم کم ندی او جاهل پښتانه یې سخت کلک اردلیان دي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب