Homeخبرونهد پنجاب ۲ ملایان جومات کې پر یوه ماشوم د جنسي تېري...

د پنجاب ۲ ملایان جومات کې پر یوه ماشوم د جنسي تېري پر وخت نیول شوي

تاند:( دوشنبه ، د غویي ۱۱ )  د پاکستان د پنجاب ایالت په یوه جومات کې ۲ ملایان پر یوه ماشوم د جنسي تېري پر وخت بالفعل نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه ملایان په خانوال سیمه کې پر یوه ۱۰ ماشوم، چې د دوی زده کوونکی و، د تېري پر مهال نیول شوي دي.

ځایي سرچینو ویلي، چې د ماشوم تره جومات ته د خپل وراره د لیدو لپاره ورغلی، چې ملایان یې پر نوموړي د تېري په حال کې نیولي.

ویل شوي، چې دغه ماشوم د جومات د دیني مدرسې زده کوونکی و.

د ماشوم تره ویلي، چې د ده له ورتلو سره یوه ملا پر ماشوم جنسي تېری کړی و او بل خپل نوبت ته په تمه و، خو دی پرې ورغلی او د دویم ملا د تېري مخنیوی شوی.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې دغه ملایان یې نیولي.

پاکستان ډېر ځله د ورته خبرونو شاهد وي، خو د افغانستان له جوماتونو او مدرسو هم د ملایانو د ورته جنسي تېریو خبرونه وخت په وخت ورکړل شوي.

3 COMMENTS

  1. دا دلګان ټول له چړیانو سر دا پلن کار کوي ! هیبت الله دله ته ګوره چې په پټ مخ په چړیانو سپریږي خو له نورو مخ پټوی ، مخ یې یې د ځناور دی ؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...