Home+د سیدمنتظرشاه هاشمي دوه شعرونه

د سیدمنتظرشاه هاشمي دوه شعرونه

 ترهېدلې ساگانې

واندونو مې

وزرې وسپړلې

گوندې د یو درانه توپان پر اوږو

الوت ته ځان جوړوي

پرېږدئ!

چې والوزي

پرېږدئ!

چې تشیال ته ولاړ شي،

ګوندې هلته،

زما د پېړېو د بېوسېو چېغې او فریادونه یوسي

گوندې په کهکشان کې نور مخلوق وي

هغوي ته به ووايي

پر ما (انسان) باور مه کوئ،

موږ له هغوي را تښتېدلي یو.

سیدمنتظرشاه هاشمي

کابل

۲۰ غويي ۱۴۰۰

 

هیله

 

د گلوږمو خوږو بوییونو

په تمه

اغزېو ته ورغاړېوتم

کلونه وشول

چې له تنې مې

د وینو وږم ځي!

سیدمنتظرشاه هاشمي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...