شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال سازمان: د طالبانو له ځپونکو بندیزونو سره افغانستان کې...

د خوړو نړیوال سازمان: د طالبانو له ځپونکو بندیزونو سره افغانستان کې کار ته دوام ورکوو

تاند:( جمعه ، د غویي ۸ ) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام غواړي چې د ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو د پارونکو بندیزونو له دوام سره سره په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

د یاد شوي پروګرام د افغانستان د څانګې مشر ژیاو وی لیم برلین ته د سفر پر مهال وویل چې دغه سازمان له افغانستان څخه د وتلو نیت نه لري.

د هغه په ​​وينا، بشري مرستې د ښځو، ماشومانو او معيوبينو په ګډون د ډېرو زيانمنو شويو خلکو لپاره حياتي ارزښت لري.

نوموړي همداراز د افغانستان د وضعیت په اړه د خپلې ارزونې په ترڅ کې ویلي، چې په تېر یو نیم کال کې په دغه هېواد کې بشري ناورین شدت موندلی دی.

د “لي” په وینا، که څه هم په افغانستان کې د بشري مرستو له لارې د قحطۍ مخه نیول شوې، خو لا هم میلیونونه افغانان د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

طالبانو له څه مودې راهیسې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځینه وو د کار منع کولو ترڅنګ، دوی ته د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د کار کولو اجازه هم نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وايي چې ښځو ته د بیا کار کولو اجازه ورکولو لپاره خبرې روانې دي.

هغه وايي: “ښځينه کارکوونکي د خوړو د نړيوال پروګرام يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د دې ادارې ٢٧ سلنه کارکوونکي ښځې دي.”

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشر هم د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجې د کموالي خبرداری ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې د خوړو نړیوال پروګرام تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د ۹۰۰ میلیونو ډالرو بودیجې کمښت لري.

 تر دې مخکې د دغه سازمان چارواکو په افغانستان کې د قحطۍ او لوږې په اړه خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان خلکو ته د غوښتل شویو مرستو یوازې یوه کمه برخه ورکړل شوې ده.

عام خلک طالب مشران ګرموي، چې په افراطي سیاستونو یې نه یوازې افغانستان منزوي کړی او بې هویته کړی؛ بلکې خلک یې د فقر په آخره کرښه درولي او د نړیوالو له بشري مرستو یې هم په تدریجي ډول محروموي.

څه موده مخکې د سیګار په یوه راپور کې طالب مشران تورن شوي وو، چې د نړیوالو بشري مرستو له دوام سره، د دوی خیټې لویې شوي، خو افغانان لا نور وږي شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب