جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان یو ځل بیا له افغان خاورې د تروریستي خطرونو د ورپېښیدو...

پاکستان یو ځل بیا له افغان خاورې د تروریستي خطرونو د ورپېښیدو ادعا وکړه

تاند:( جمعه ، د غویي ۸ ) په داسې حال کې، چې پر افغانستان حاکم طالب رژیم د پاکستان له لوري په کنټرولیدو تورنیږي، په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان پر افغانستان د تورونو په دوام ویلي، چې له افغان خاورې دوی ته د تروریزم خطر پېښ دی.

نوموړي د یوې مرکې په ترڅ کې، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او له منځه وړلو لپاره د بیجینګ او واشنګټن د همکارۍ غوښتنه وکړه.

  مسعود خان په افغانستان کې د ترهګرۍ د ودې په اړه د امریکا او چین اندېښنو ته په اشارې سره وویل چې که دا ګواښ کنټرول نه شي، نو دا به سیمې او له هغې بهر خپور شي.

“ډان” ورځپاڼې لیکلي، چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر هم په افغانستان کې د ثبات په ټینګښت کې د خپل هېواد پر رول ټینګار کړی دی.

 مسعود وویل چې په افغانستان کې ترهګري د پاکستان لپاره یو ګواښ دی.

هغه زیاته کړه، تر هر څه د مخه په افغانستان کې ثبات د دغه هېواد د خلکو لپاره چې له څلورو لسیزو راهیسې په جګړه کې ښکېل دی، اړین دی.

په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم بیا پاکستاني چارواکو ته په ځواب کې ویلي، چې پر دوی د نیوکو پر ځای په کور دننه د خپلو خطرونو پر وړاندې مبارزه قوي کړي.

3 COMMENTS

  1. دا ټول د خلکو سترګو کی خاوری اچوال دی تاسو پاکستانی سپی او طالبان مو بچیان دی نور نړی ستاسو په دوکو پوهیدلی او پوهیږی چی تاسی خپله پنجابیان د ترویزم مور یاست او پاکستان د ترورستانو ځاله ده دا چی امریکا سترګی پټی نیولی هغه هم کوم هدف لری چی تاسو ډیر ښه پی پوهیږی

  2. دغه رڼډۍ دغه د امریکې او برطانیې چیچیان کله شرم لري. یوازي ړانده کاڼه به ددغو جناح فرنګي د زامنو په خبرو باور کوي. د امریکې واکداران هم د خلکو او نړیوالو په سترګو ګوتې ورږدي. ایا د سالم عقل خاوندان به دغه ډڼډورچو ته غوږ ونیسي ؟😡

  3. هر څه پخپله د دوی استخباراتو وکړل بیا پړه په افغانانو واچوله چې نړی ته وښایه چې هرڅه افغانان کوی مګر نړی پوهیږی چې دا ۴۵ کاله د پاکستان استخباراتو په افغانستان کې څه ونکړل نور لاندی وګوری؛
    سپوږمۍ رادیو:
    د هند د دفاع وزیر راجنات سېنګهـ د شانګهای همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو غوښتنه کړې چې د “ترهګرۍ د لمنځه وړلو” لپاره په ګډه کار وکړي.
    هند: له ترهګری سره مرسته کوونکي هیوادونه باید حساب ورکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب