جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالب استازي په ګډون غونډه؛ ډله ییز امنیتي تړون د افغانستان...

د طالب استازي په ګډون غونډه؛ ډله ییز امنیتي تړون د افغانستان امنیت د اندینښې وړ ګڼلی

تاند:( جمعه ، د غویي ۸ ) د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو استازو په مسکو کې د دغه سازمان په ۳۷مه غونډه کې د طالبانو د استازي په حضور کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه غونډه پرون د دغه سازمان د وزیرانو په شورا کې جوړه شوې وه او د غړو هېوادونو پر استازو سربېره پکې، په مسکو کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر هم برخه لرله.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له افغانستان څخه د تروريستي ګواښونو د ودې او د نشه يي توکو د قاچاق په ګډون د ناامني امنيتي وضعيت د هغو مهمو مسايلو له ډلې څخه وو چې په دې غونډه کې پرې خبرې وشوې.

د دې غونډې ګډونوالو یادونه وکړه چې افغانستان اوس هم په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دی او د دغه هېواد خلک په ټولنیزو او بشري برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

روسیه، تاجکستان، ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان او قرغزستان د ګډ امنیتي تړون د سازمان غړي دي.

تر دې مخکې د دغه سازمان سرمنشي ایمانقلي تسماګامیتوف له افغانستان څخه غړو هېوادونو ته د ترهګرو د نفوذ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د ډله ییزو همکاریو امنیتي تړون غړو هېوادونو په ځلونو د افغانستان له خاورې څخه دغو هېوادونو ته د ترهګرو ډلو د نفوذ د خطر په اړه اندېښنه ښودلې، خو د طالبانو چارواکو یې په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه هېڅ ډول ګواښ نشته.

1 COMMENT

  1. دبهرنیو چارو وزارت چېرې دی؟
    دا په مجموع کې ډله ایز ستانونه دی
    خو د روسانو غړوندی په غاړه لری دوی هم خپله واوره دافغانستان پر بام را اچوی .
    وایی بګیرش که نګیرد
    داسلامی امارت دلیل هم لکه چرګ یو لینګی لری نه خپله پوهیږی او نه بل ته غوږ نیسی تیار دوم فضل الرحمن اوریا ده چې خپلې ببولالې ورته ښې ښکاری . وایی حکومت معمولا انحصاری وی ! دا له اسلامې مولفې سره تضاد کې خبره ده . ښکاری چې فضل الرحمن داشرف غنی کمپاینر هرڅه خپل مایکروسکًوب کې ګوری اسلامی او سیاسی معلومات نه لری
    دا انډیوالان هغی مرحلې ته نه دی رسیدلی چې افغانستان ملامت کړی
    خوً په حقیقت کې دا روسان دی چې یوڅه هاها باید ولری.
    نو داسلامی امارت شارژ دافیر څه ډول سیاست لوبولی ؟ دامهمه ده اوکه
    دفریدالله محمدی تکیه کلا یاخبره دادوه کاله بدله نه شوه همدې کیسه کې پاتې کیږو دحل لاره څه ده او کله دیر بی خلتې پو ښتنه وکړی. نو بیا سره پوه شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب