جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا پر افغان ښځو د بندیزونو د ژر لغوه کېدو غوښتنه...

امنیت شورا پر افغان ښځو د بندیزونو د ژر لغوه کېدو غوښتنه وکړه

تاند:( جمعه ، د غویي ۸ ) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه وکړه.

په دغه پریکړه لیک کې پر طالبانو غږ شوی چې سمدستي دې د افغان ښځو پر وړاندې تبعیضي سیاستونه ، په ځانګړې توګه د ښځو پر تعلیم او کار بندیز پای ته ورسوي.

د امنیت شورا له ۱۵ غړو پرته د روسیې او چین په ګډون چې له کابل سره ښې اړیکې لري، د ملګرو ملتونو ۹۰ نورو غړو هېوادونو هم د دغه پرېکړه لیک ملاتړ وکړ.

دغه پرېکړه ليک چې د متحده عربي اماراتو او جاپان له خوا چمتو شوى، د خيريه موسسو په ګډون د ښځو پر زده کړو او کار بنديز د ملګرو ملتونو په تاريخ کې بې ساری وباله. دغه پرېکړه ليک په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار بنديز له بشري حقونو او بشري اصولو څخه سرغړونه بولي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیرې لانا نصیبه وویل چې دغه پرېکړه لیک د افغانستان د ګاونډیو، اسلامي هېوادونو او د نړۍ د نورو سیمو د ۹۰ هېوادونو ملاتړ لري.

نصیبې د امنیت شورا په غونډه کې وویل، «دې ملاتړ زموږ د اساسي پیغام وزن تر بل هر وخت زیات کړی چې نړۍ به له افغاني ټولنې څخه د ښځو د ایستلو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.»

هغې د ښځو په اړه د طالب رژیم سیاستونه بې کفایته وبلل او ویې ویل چې متحده عربي امارات د افغان ښځو او نجونو د ظلم په اړه بې تفاوته نه پاتې کېږي.

چین بیا په امنیت شورا کې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو زیرمې د طالبانو رژیم ته ورکړي.

2 COMMENTS

  1. دښځینه ټوټلیټیرین حرکتونه هغه الحادی قواوی دی چی ددین او مذهب دښمنی لری. ددوبی دحاکم نظام دښمنی له اسلامپالو سره روښانه ده. اوس چی دهمدی دولت یو اسلام ضده ښځه نمایندګی کوی او بیا دمسلمانانو په خلاف طرحی وړاندی کوی دا دحیرانی وړ ندی. دوبی دخپل اقتصادی حیثیت ساتل داسلام په دښمنی کی وینی او ځکه دکفر په صفو کی ولاړه دی.
    افغانستان اوس دکوم دولت په کارو کی مداخله نلری خو همدا ضعیف او بی پایی دولتونه دی هم دافغانستان له دښمنی لاس واخلی.

  2. محترم ثابت صاحب السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته .
    تاسو ته نده پکار چی دوبی ته بد او رد ووایی هلته همدا اوس زموږ ډیر ښه ښه حاجی صاحبان دی هلته ډیر وطنداران غریبی او کار کوی او هلته ډیر جوماتونه دی قران کریم پکی تلاوت کیږی د دی په جای کفارو انګریز او امریکا ته کمځاوی کوه ته ولی دوبی ته بدوایی زموږ دجهاد نیمی پیسی دوبی راکولی له نیم کمی عربستان او نوری امریکی او وسله خو مصر او چین راکوله نو بد ورته ویل ندی پکار آخرت لرو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب