جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد ارګ او سپیدار ماڼۍ اختلاف؛ طالب مشرانو د اختر لمونځ دوه...

د ارګ او سپیدار ماڼۍ اختلاف؛ طالب مشرانو د اختر لمونځ دوه ځایه وکړ

تاند:( شنبه ، د غویي ۳ )  په کابل کې د ارګ او سپيدار ماڼۍ، چې د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د ولسمشر غني او د هغه د حکومت د شریکوال عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافاتو مرکزونه وو، اوس پکې د طالب مشرانو ترمنځ د ناندریو خبرونه ورکول کیږي.

ځینو باوري سرچینو تاند ته وویل، چې پر ارګ ماڼۍ د طالبانو د قطر سیاسي او خاصتاً د لوی کندهار اړوند کسان واکمن دي.

د ملا حسن اخند ترڅنګ، چې هلته یې ونډه سمبولیکه ګڼل کیږي، د هغه اقتصادي مرستیال ملا برادر او اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په ارګ ماڼۍ کې دفترونه لري.

د ارګ ماڼۍ څنګ ته سپیدار ماڼۍ، چې د طالبانو حقاني شبکې ته وفادار د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر پکې حاکم دی، له ارګ ماڼۍ سره یې د پټو اختلافاتو خبرونه ورکول شوي.

ویل کیږي، چې د حقاني شبکې مشران له بهرنیو سیاسي استازو سره تر ډېره خپلې اړیکې په سپیدار ماڼۍ کې د ناست مولوي کبیر له لارې پالي.

د اختر په لومړۍ ورځ د ارګ او سپیدار ماڼۍ دواړو په انګړونو کې د لمانځه جلا- جلا مراسم ترسره شول.

د ارګ د لمانخه مراسمو کې تر ډېره د لوی کندهار او د سپیدار ماڼۍ د لمانځه مراسمو کې د حقاني شبکې یا لوی پکتیا د ډلې غړي لیدل شوي.

سپیدار ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې کابل مېشتو بهرنیو دیپلوماتیکو استازو هم مولوي کبیر سره یو ځای لمونځ کړی.

یوې سرچینې تاند ته وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اختر لمونځ له ملا برادر او د ډلې نورو غړو سره یې په ارګ ماڼۍ کې وکړ.

طالبانو د خپلو ورځ تربلې زیاتیدونکو اختلافاتو ادعاوو خبرونه رد کړي.

3 COMMENTS

  1. any where we can pray. any mosque is a center for muslims.this is not mean they are against each other,

    we need to be UNITED AFGHANS.
    THANK YOU

  2. اختر لمونځ خو هر ځل دوه ځایه کیږي پخوا هم همدا ډول وو.
    سپیدار ماڼۍ کې مولوي کبیر چې سیاسي مرستیال دی لمونځ وکړ او هغه سابقه چارواکو هم هلته لمونځ وکړ لکه کرزی، مسلمیار، عبدالله بل و بل… او ارګ کې نو یوازې اوسنيو واکمنانو لمونځ ادا کړ.
    دا کومه د اندښنې وړ خبر نده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب