چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+فیلسوف چې کله پاچا شي، څه پېښیږي؟

فیلسوف چې کله پاچا شي، څه پېښیږي؟

لیکوال: سکاټي هینډریکس ژباړه: عبدالودود بشریار

ایا تاسو پوهېږئ چې یو وخت یو فیلسوف پاچا پر ټوله نړۍ واکمني کوله؟ دې لیکنه کې به وګورو چې بیا څه وشول؟

ډیرو لویو مفکرانو خپل وخت د ایډیالې ټولنې، د حکومتي نظام طرحه کولو، ارزښتونو او چلند چې په ارماني دولت کې عملي کیږي؛ پیژندلو ته ایستلی دی. خو په دې مفکرانو کې څو کسانو داسې فرصت موندلی چې خپل نظریات نیغ په نېغه تطبیق کړي. که څه هم د لویو مفکرانو په نظریاتو ډیری مهال د رهبرانو لخوا حوالې ورکول کیږي خو یوازې نادرې شیبې پېښې شوې دي چې د ارماني دولت لیدلوري کې یو مفهوم ته حقیقي او عملي جامه وراغوستل شوې وي.

خو کله چې دا شیبې راورسیږي نو څه پېښیږي؟ دغسې شيبې کمې وي خو پېښیږي. ډیری وخت موږ په عمل کې د ارماني دولت یوازې ټوټې او پرچې وینو خو هان دا شیبې هم له رڼا ډکې کیدای شي.

اپلاتون د ارماني دولت په اصلي کتاب جمهور کې د ښاري دولت نظریه چې د فیلسوفو پاچاهانو لخوا رهبري کیږي طرحه کوي او وایي: “تر هغې چې فیلسوفان پاچاهان نه وي … ښارونه به هیڅکله له بدیو په امان نشي”. خوشبختانه زموږ لپاره ، د دې کار چې عملي شوی دی، روښانه مثال شته دی، هغه دا چې کله د روم امپراتوري د یو فیلسوف پاچا:مرکس اوریلیس انتونینس لخوا رهبري کیده.

خو پایله یې څنګه وه؟ دا [پوښتنه] چې د تاریخ په اوږدو کې له سترو مغزونو څخه د یوه مغز له مهمو نظریاتو څخه یو نظر د نړۍ تر ټولو لویه امپراتورۍ کې عملي کیږي، څه ډول وي؟  دا په دې پورې اړه لري چې تاسو له چا پوښتنه کوئ.

مرکس اوریلیس د “پنځو ښو امپراتورانو” په ډله کې وروستی امپراتور وو، هغوی یو لړ هغه بهترین واکمنان ول چې ګیبون یې په اړه خپل شاهکار “د روم امپراتورۍ زوال او پرځیدا” کې ویلي:”که یو شخص د نړۍ په تاریخ کې د یوې داسې دورې ترتیب ته راوبلل شي چې په هغه کې  انسانان تر ټولو خوشحاله او سوکاله ول، نو له شک پرته به دی هغه دوره یاده کړي چې د ډومیټین  له مړینې او کومودوس تر واکمنیدو پورې تېره شوې ده. “

هغه پر تخت له کیناستو وړاندې د وخت د بهترینو استادانو لخوا روزل شوی وو، کټ مټ هغسې چې اپلاتون یې هیله لرله. مرکس اوریلیس د قانون، فلسفې او ژبې پام وړ پوهه درلوده. هغه د قانون د خورا ماهر امپراتور” په توګه ګڼل کیده. د غریبانو او یتیمو ماشومانو پر ساتنه او  د آزاد شويو غلامانو د قانوني حقونو پر یقیني کولو د ټینګار له امله یې ډیر نوم درلود. د یو لړ وچکالیو په جریان کې چې ایټالیا یې ځپلې وه، هغه پخپله د مرستې رسولو مشري کوله. کله چې روم طاعون/ وبا وځاپه نو د خوریدو مخنیوي لپاره یې قوانین وضع شول؛ دا قوانین لا هم د شلمې پیړۍ په وروستیو کې د اجرا وړ ول. کله چې د پاچاهۍ خزانه کمه وه، نو تر دې وړاندې چې پر خلکو مالیات لوړ کړي، د خپلې شتمنۍ تر څنګ یې شاهي تجملي توکي هم لیلام کړل. کله چې روم له څوو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د کورنیو او بهرنیو دوښمنانو په وړاندې جنګ پیل کړ، نوموړي له جرمني څخه تر بین النهرین پورې د بریا تر لاسه کولو مشري کوله. په داسې حال کې چې مطلق حاکم وو، مشرانو جرګه یې وهڅوله او هان تر خپل وس زیات ملاتړ ته یې ور ودانګل.

د نوموړي د فیلسوف لقب توجیه کول ډیر ساده دي. هغه خپل یو لړ شخصي یادښتونه د یو کتاب په بڼه و اوډل چې نن د “مراقبو” په نامه یادیږي. په نړیواله کچه، رواقي سلسله کې بهترین اثر ګڼل کیږي، لوستونکي ته مشوره ورکوي –  چې یوازې خپله و اوسي –  او له نړۍ سره څنګه د ښیګڼې او عقل له لارې راکړه-ورکړه وکړي. دې اثر د رامنځته کیدو راهیسې پر فلسفه اغیز ښندلی دی، چې څه له پاسه یو نیم زر کاله وروسته د ایمانویل کانت په اثارو کې ښکاري.  دا اثر تر نن ورځې پورې د فکر کولو لارښوونې ته دوام ورکوي.

خو ښايي د نوموړي د رواقي فیلسوف کیدو، ادعا تر ټولو لوی ثبوت ته هغه وخت ورسیږو چې کله څوک پر دې پوه شي چې نوموړي زیاتې مراقبې هغه مهال لیکلې دي چې د متمدنې نړۍ په څنډو کې به د جګړې په ډګر کې وو، او د جګړې له ورځنۍ هلې ګولې څخه د خلاصون لپاره به یې د شپې سکون په فلسفه کې لټاوه.  په عمل کې د رواقیت تر دې بهتره نمونه موندل ګران دي.

خو بیا هم، هغه ډیر بشپړ نه وو. پخپله پاچاهۍ کې یې پر عیسویانو پراخ ظلم او ستم وکړ. [په دغه وخت کې د مسلمانانو امپراتوري نه وه رامنځته شوې]. هغه په نژدې یوه پیړۍ کې لومړنی امپراتور وو چې داسې زوی یې درلوده چې تر مړینې وروسته یې ځای ناستی وګرځي، نو د خپل زوی (کمودوس) د پاچا کیدو د حق ملاتړ یې وکړ. کمودوس ځانغوښتوونکی، خپلسری او بدکاره ګڼل کیده. دی ووژل شو او له مرګ وروسته د مشرانو جرګې لخوا د ولس د دوښمن په توګه اعلان شو. نوموړي د خپلې واکمنۍ په دوره کې لیوالتیا درلوده چې د لښکر، د میاشتو او پخپله د روم ښار په ګډون ټول څیزونه په خپل نامه کړي. دا واقعیت چې فاضل مرکس اوریلیس دا شخص د مطلق حاکم په ډول تائید کړی، ښايي د هغه لویه ناکامي وي.

نو، ایا موږ باید د سیاست په اړه د اپلاتون لږه نوره مشوره هم واخلو که، نه؟ کیدای شي، نه، لکه اتریشي-بريتانوي فیلسوف کارل پوپر چې د شلمې پیړۍ د تمامیت غوښتتونکو رژیمونو د توجیه کولو لپاره د فیلسوف پاچا نظریه ملامته کړه. هان فیلسوف پاچا پخپله مناسبه نه لیدله چې د اپلاتون نظریات په بشپړ ډول، د تمامیت غوښتنې تر بریده عملي کړي. پداسې حال کې چې اپلاتون د خوب په وخت کې د کیسو د دولتي سانسور او د خپګان راوړنکې حالت پر موسیقۍ د بندیزونو سپارښتنې کړي، خو مرکس اوریلیس له دې امله چې په سټیج ننداروکې یې د خپل ځان مستقیم تمسخر ته اجازه ورکوله او خلک یې نه مجازات کول؛ د ستاینې وړ بلل کیده. دا په هغه وخت کې دبیان ازادۍ بیخي لوړه کچه وه.

په پاى کې، د اپلاتون خیالي ټولنه به عصري لوستونکي حیران کړي. خو د دې لوی مفکر نظریاتو په اړه  هان فکر کول هم له موږ سره د شاوخوا ټولنو په بهترولو کې مرسته کوای شي. په داسې حال کې چې، ښايي یوازې څو تنه به د اپلاتون د خیالي ښار جوړولو ملاتړ وکړي، خو ټول به د دې مطالعه کولو چې [کوم نظریات] کار ورکوي، کوم یې نه ورکوي او ایا کیدای شي چې کوم بل ځای کې [ارماني دولت] رامنځته شي؛ ملاتړ وکوي. د مرکس اوریلیس ژوند موږ ته را په یادوي چې د یو کامل هیواد له نظریې څخه که موږ یې قبوله هم نه کړو، زده کړه او ګټه ترلاسه کوای شو.

سرچینې

  1. Birley, Anthony. Marcus Aurelius. Boston: Little, Brown, 1966. Print.
  2. Popper, Karl. The Poverty of Historicism. Routledge, 2002. Print.
  3. Plato, G. Grube M. A., and C. Reeve D. C. Republic. Indianapolis: Hackett Pub., 1992. Print.
  4. Russell, Bertrand (2004) [1946]. History of Western Philosophy. London: Routledge. pp. 248–56

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب