شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد نوبل د سولې جایزې ګټونکې په اختر کې پر ښځو د...

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې په اختر کې پر ښځو د طالبانو تازه بندیز وغانده

تاند(جمعه، د حمل ۳۱مه) د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پرون (جمعه) پر طالبانو کلکه نیوکه وکړه چې د افغانستان لږترلږه په دوو ولایتونو کې یې ښځې د اختر په ورځو کې د خوشالۍ د لمانځلو لپاره له کورونو څخه له راوتلو منع کړي دي.

په افغانستان کې د جمعې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه.

پرون (جمعه) د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ښځو ته خبرداری ورکړل شو چې د اختر په ورځو کې له کورونو ونه وځي.

په دې خبرپاڼه کې همداراز د غمرازۍ لپاره هغو کورنیو ته تګ، چې مړی یې شوی، منع اعلان شوی او د جوماتونو له ملاامامانو غوښتل شوي چې د لمانځه په خطبو کې د ملاهبت الله اخوندزاده نوم واخلي او د اختر په مناسبت د نوموړي د مبارکۍ پیغام په بشپړ ډول ولولي.

په دې خبرپاڼه کې د اختر په ورځو کې د هګۍ جنګولو، قمار او چرګ جنګولو په شمول د لوبو د نه کولو سپارښتنه شوې او د پټاکیو خرڅلا او کارول منع بلل شوي دي.

څرګنده نه ده چې د خبرداري یوازې د ټولو ولایتونو اوسېدونکو ته ورکړل شوي او که یوازې په تخار او بغلان ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د ریاستونو له لوري د دغو دوو ولایتونو اوسیدونکو ته ورکړل شوي دي.

ملالې یوسفزۍ د طالبانو دې اقدام ته په اشارې پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:

«په داسې حال کې چې مسلمانان په درسته نړۍ کې د اختر لپاره سره رایوځای کېږي، زما زړه په افغانستان کې پر نجونو او ښځو سوځي، ځکه چې طالبانو په دوو ولایتونو کې ښځې له خپلو کورنیو او دوستانو سره د اختر له لمانځلو منع کړي دي.»

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته هر څه موده وروسته د ښځو خلاف یو نه یو پاروونکی اقدام کړی څو د اسلامي هیوادونو په شمول د نړیوالې ټولنې غبرګونونه د ځان خلاف وپاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب