یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د کاناډا د تاریخ تر ټولو لویه غلا

د کاناډا د تاریخ تر ټولو لویه غلا

تاند(جمعه، د حمل ۳۱مه) د کاناډا د تورنتو ښار په پیرسن نړیوال هوايي ډګر کې د څه باندې ۲۰ میلیون کاناډايي ډالروپه ارزښت سره زر او نور قیمتي شیان د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۱۴ مه) غلا شوي دي.

پولیس وايي چې د دې غلا په اړه، چې په کاناډا کې یوه تر ټولو ستره غلا ګڼل کېږي، پلټنې کوي.

تر دې وړاندې په کاناډا کې په ۲۰۱۱ کال د ۱۹ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت په کیبک ایالت کې ۳ زره ټنه (مپل) شربت غلا شوي وو.

د کاناډا څه باندې ۲۰ میلیون ډالره، د امریکا له څه باندې ۱۵ میلیون ډالرو سره برابرېږي.

د سرو زرو او نورو قیمتي وسایلو پېټی د دوشنبې په مازدیګر له الوتکې کښته او د بار ګدام ته یووړل شو.

پولیس وايي چې غلا له ګودام څخه شوې ده.

د تورنټو سن ورځپاڼې د پنجشنبې د ورځې د راپور له مخې، پولیس ګومان کوي چې منظمې جنايي ډلې په دې غلا کې لاس لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب