دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې نه شي...

امریکا وايي، د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې نه شي منلی

تاند (جمعه، د حمل ۳۱مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هر راز خبرې چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه وي، د متحدو ایالتونو لپاره به د منلو نه وي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویندوی ویدانت پاټیل په یوه خبري غونډه کې د ملګروملتو د سرمنشي د مرستیالې امنې محمد د څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:«څه چې زه یې پخلی کولی شم دا دي چې د دوحې د کنفرانس هدف هیڅکله دا نه دی چې د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندلو په اړه پکې خبرې وشي او هر ډول غونډه چې د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته ځانګړې وي، هغه به د امریکا لپاره د منلو نه وي خو زه به په نیویارک کې خپل استازي ته ووایم چې په دې باره کې نور جزییات څرګند کړي.»

د سرمنشي د مرستیالې دا څرګندونې چې د دوحې په کنفرانس کې به د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وشي، د طالبانو د حکومت له هرکلي او د هغو د مخالفانو له غبرګون سره مخامخ شوې.

وروسته له دې چې د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په تلویحي ډول د نجونو او ښځو خلاف اقدامات د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت له نه رسمیت پېژندلو سره وتړل، امنې محمد وویل چې د قطر په غونډه کې به، چې د سرمنشي او د افغانستان لپاره د هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د مې په لومړۍ او دوهمه جوړېږي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وشي.

خو ملګروملتو اعلان وکړ چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې غونډه د دې لپاره نه ده رابللې چې په هغې کې د طالبانو د حکومت پر پېژندلو خبرې وشي.

د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، د ملګروملتو د سرمنشي ویندوی فرحان حق په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په اړه د راتلونکې میاشتې په غونډه کې به د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت پر رسمیت پېژندنې تمرکز ونه شي.

ټاکل شوې ده چې په دوحه کې د ملګروملتو په بلنه دا دوه ورځینۍ ناعلني غونډه د سرمنشی انتوني ګوتیریش په ګډون د مې د میاشتې په لومړۍ او دوهمه جوړه شي.

د سرمنشي ویندوی فرحان حق ټینګار کړی چې د دوحې د کنفرانس د بحث اصلي موضوع د افغانستان د اوسنیو ستونزو په اړه د یوې اجماع رامنځته کول دي.

1 COMMENT

  1. دا خو یو وخت زلمی خلیل زاد هم ویل: یا ټول یا هیڅ/ یعني دا چې د دوحی د تړون یوه درج شوې ماده ونه منله شي نو بیا به هیڅ نه منل کیږي / اور بند به کیږي، افغاني مذاکرات به پیل کیږي. ټول شموله حکومت به جوړیږي، د شلو کلونو لاسته راوړنې به خوندې پاته کیږي. خو موږ ولیدل تر اخره پوري اوربند ونشو، بلکې جنګ پسي هره ورځ تیزیده. نه له حکومت سره خبرې وشوې. د روژې د میاشتې په پلمه د مسکو سفر او دې ورته نورې پلمې وي. اوس هم دا خبرې چې امریکا کوي هسي خپل خلک او نړیوال غولوی. امریکا درواغ وايي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب