پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه وايي، د دوحې په غونډه کې د طالبانو پر رسمیت...

ملګري ملتونه وايي، د دوحې په غونډه کې د طالبانو پر رسمیت پېژندلو بحث نه کوي

تاند (جمعه، د حمل ۳۱مه) ملګروملتو اعلان وکړ چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې یې غونډه د دې لپاره نه ده رابللې چې د طالبانو د حکومت پر رسمیت پېژندلو پکې خبرې وشي.

د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې، د ملګروملتو د سرمنشي ویندوی فرحان حق په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په اړه د راتلونکې میاشتې په غونډه کې به د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت پر رسمیت پېژندنې تمرکز ونه شي.

تر دې وړاندې د ملګروملتو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد ویلي و چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

هغې په دې برخه کې پرمختګ ته د هیلې د څرګندولو په ترڅ کې ویلي و چې په یاده غونډه کې به، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ جوړه شي، د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې په دوحه کې د ملګروملتو په بلنه دا دوه ورځینۍ ناعلني غونډه د سرمنشی انتوني ګوتیریش په ګډون د مې د میاشتې په لومړۍ او دوهمه جوړه شي.

د سرمنشي ویندوی فرحان حق ټینګار کړی چې د دوحې د کنفرانس د بحث اصلي موضوع د افغانستان د اوسنیو ستونزو په اړه د یوې اجماع رامنځته کول دي.

د چارو کتونکي وايي، تر څو چې طالبانو د نجونو او ښځو لومړنیو بشري حقونو ته غاړه نه وی ایښې ګرانه ده چې نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. دوی په عین حال کې باور لري چې طالبان به ښايي تر ډیره وخته د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په شمول د هغوی د حقونو په اړه خپله تګلاره بدله نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب