دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهسره صلیب: ډېرې افغان کورنۍ خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای

سره صلیب: ډېرې افغان کورنۍ خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای

تاند:( جمعه ، د غویي ۲ )  د سره صليب نړيوالې کميټې اعلان وکړ چې په افغانستان کې ناوړه اقتصادي وضعيت په ميليونونو خلک اغېزمن کړي او په دغه هېواد کې د کورنيو د پېرودلو ځواک ډېر کم شوی دی.

دغې کمیټې زیاته کړه: د کاري فرصتونو کمښت د دې لامل شوی چې کورنۍ د اړتیا وړ اړتیاوې لکه خوراکي توکي پوره نه کړي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې په وینا، په افغانستان کې د ډیرو زیان منونکو خلکو لپاره لا ډیر ملاتړ ډیر مهم دی.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام دوه اونۍ وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي نه پوهیږي، چې خپل راتلونکی خواړه چیرته ترلاسه کړي.

1 COMMENT

  1. که څه چه مې نه خوښېږي چه ملامتي په نورو واړوم، خو زه د اسنادو پر بڼسټ له سره صلیب نه دا پښتنه کؤم ؛ که چېرې بنیادم یاست او پرته له دروغو او خپلو ګټو کوم بل کار هم نه کوئ، ووایاست چه دا ورځ پر افغانستان چا؟ وتمبوله!؟ آیا دا تاسې نه یاستئ؟ تاسې خو ما ډېر ښه پېژنئ! او خبرې هم کوئ! شرم پر تاسو غربي اروپایانو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب